لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان افغانستان څخه د مولانا فضل الله په ضد د گامونو اخستو غوښتنه کړې


حکومتي اؤ پوځي چارواکو په دغه موقع وويل چې چاته به هم دترهه گريزو فعاليتونو لپاره دپاکستان دخاورې دکارولو اجازت ورنۀ کړل شي.
حکومتي اؤ پوځي چارواکو په دغه موقع وويل چې چاته به هم دترهه گريزو فعاليتونو لپاره دپاکستان دخاورې دکارولو اجازت ورنۀ کړل شي.

په داسې حال کې چې دپاکستان پوځ دافغانستان سره په پوله لگيدلې خپله قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دحکومت مخالفه ياغي وسله والو په ضد عمليات پيل کړي دنهې په ورځ دپاکستان پوځي اؤ حکومتي چارواکو په افغانستان هم غږ کړى دى چې افغانستان کې ميشته دپاکستاني طالبانو دتحريک دمشر مولانا فضل الله په ضد دې رغنده گامونه واخلي.

پاکستاني چارواکي تور لگوي چې مولانا فضل الله دافغانستان داستخباراتو په مرسته ددغه هيواد په کونړ اؤ نورستان ولايتونو کې په پراخه کچ خپل وسله وال ميشته کړي اؤ ددغه خاورې څخه دپاکستان په ضد کارروايۍ کوي خو افغانستان بيا په پاکستان ورته تورونه لگوي اؤ وايي پخپله خاوره کې يې ترهگرو ته خوندي ځالې ورکړي دي.

دنهې په ورځ دپاکستان داطلاعاتو اؤ نشرياتو وفاقي وزير پرويز رشيد ، دسرحدونو وزير عبدالقادر بلوچ اؤ ډي جي ائي ايس پي ار ميجر جنرال عاصم باجوه پلازمينه اسلام اباد کې غيرملکي ميډيا ته په شمالي وزيرستان کې دحکومت مخالفه ياغيانو په ضد دروانو عملياتو ضرب عضب په اړه حال احوال تير کړى.

حکومتي اؤ پوځي چارواکو په دغه موقع وويل چې چاته به هم دترهه گريزو فعاليتونو لپاره دپاکستان دخاورې دکارولو اجازت ورنۀ کړل شي.

بهرنۍ ميډيا خبر کړى شوه چې شمالي وزيرستان دترهه گرو اخري مرکز دى اؤ دغه سيمه به دهغوي څخه ارو مرو پاکولى شي.

دبريفنگ په مهال وويل شول چې شمالي وزيرستان کې دملکي اؤ غيرملکي ترهه گرو په ضد عمليات وروستو له هغې پيل کړى شول چې لمړى امن ته موقع ورکړل شوه اؤ ددې مقصد لپاره دامن دمذاکراتو عمل پيل کړى شو.

پاکستاني چارواکو په دغه موقع افغانستان څخه غوښتنه وکړه چې دپاکستاني طالبانو دتحريک د مشر مولانا فضل الله ، څوک چې په دغه هيواد کې ميشته دى په ضد بايد رغنده گامونه واخستى اؤ هغه د قانون منگولو ته راکش کړل شي.

هغوي وويل بايد نړيواله ټولنه دترهه گرۍ په ضد روانه جگړه کې دپاکستان قربانۍ ومني.

دهغوي وينا وه په شمالي وزيرستان کې دترهه گرو په ضد دعملياتو مکمليدو ووروستو به قبائيلي سيمو اؤ په ځانگړې توگه شمالي وزيرستان کې پرمختيائي عمل پيل کولى شي.

چارواکو وويل چې دشمالي وزيرستان څخه افغانستان ته ديو لک کسانو دکډو کولو اطلاعات بې اساسه دي اؤ زياته يې کړه چې دشمالي وزيرستان کډوال به ځانله نۀ پريښودل کيږي اؤ ورسره به بشپړه مرسته کولى شي.

پاکستاني چارواکو وويل چې په شمالي وزيرستان کې دتندلارو په ضد پرته له کوم فرق څخه عمليات روان دي اؤ دشمالي وزيرسان څخه دترهه گرو دپاکولو وروستو به په ټول هيواد کې دهغوي تعقيب کولى شي.

هغوي وويل چې شمالي وزيرستان کې به دحکومتي عملدارۍ دبحالۍ پورې عمليات روان وي اؤ زياته يې کړه چې دغه عمليات پاکستان پخپل توان سره کوي چې پکې دډرون حملو هيڅ عمل دخل نشته.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG