لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپښتو ډرامو نوميالى مزاحيه اداکار گل بالي وفات شوى دى


د مني ښکولي رنګونه د امریکا غږ مرکزي دفتر ودانۍ ته نېږدې ونو کې
د مني ښکولي رنګونه د امریکا غږ مرکزي دفتر ودانۍ ته نېږدې ونو کې

دپښتو ډرامو نوميالى مزاحيه اداکار مرادعلي چې په گل بالي مشهور ؤدجمعې په ورځ دخيبرپښتونخوا په سرښار پيښور کې وفات شوى اؤ خاورو ته سپارل شوى دى.

خواؤشا ٦٥ کلن گل بالي چې دپيښور اوسيدونکى ؤ په نزدې شپږو سوؤ دټي وي ،سي ډي اؤ سټيج په ډرامو کې يې کار کړى ؤ.

هغه دتيرې څه مودې راهسې دتور زيړي په رنځ اخته ؤ اؤ دپيښور په ليډي ريډنگ هسپتال کې دعلاج لاندې ؤ.

په پښتو ډرامو کې گل بالي دنوميالي مزاحيه اداکار اسماعيل شاهد سره په شريکه گڼ يادگاري کردارونه کړي وؤ اؤ په دغو کردارونو کې يو کردار دگل بالي هم ؤ کوم چې هغه دپي ټي وي په يوه زړه ډرامه (رنگونه ) کې ترسره کړى ؤ اؤ په پښتنه ټولنه کې دغه کردار دومره مقبوليت پيدا کړى ؤ چې دهغه اصل نوم مرادعلي يې هم له خلکو هير کړى ؤ.

دهغه په مشهورو ډرامو کې رنگونه،رنگ په رنگ،مڼې په شمار دي، ستړى مۀ شې، تير په هير، قدم راواخله، سردپاسه سر اؤ داسې گڼ شمير نورې شامل دي.

گل بالي هيڅ اولاد نۀ لرلو اؤ دخپلې بيمارۍ وروستۍ ورځې يې په پيښور کې بې کچه دتنگدستۍ لاندې تيرې شوې وې اؤ هغه دمرگ څخه څو ورځې وړاندې پخپله يوه مرکه کې وئيلي وؤ چې دعلاج دپاره پيسې نۀ لري.

گل بالي دا هم وئيلي وؤ چې دهغه رنځ له دې امله دښه کيدو په ځايې ورځ په ورځ سيوا کيږي چې يو خوا دخپلې بيمارۍ فکراخستى اؤ بلخوا دکرايه دکور مالک ترې کرايه غواړي ، خو هغه نۀ شي کولى چې دکور کرايه خلاصه کړي.

گل بالي دا هم وئيلي وؤ چې هغه دخپل علاج اؤ دکور دکرايه دپاره دخپل کور دلوښو لرگو په خرڅولو شروع کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG