لاس رسیدونکی لینک

دسپنتا په مشرۍ دلوړې کچې افغان هيئت دپاکستان دوره کړې


دزيارت په ورځ اسلام اباد ته درسيدو وروستورنگين دادفرسپنتا وزيراعظم هاؤس کې نواز شريف دليدنې په مهال ددوه اړخيزه خوښۍ په بيلا بيلو چارو خبرې اترې کړي دي.

دافغانستان دقومي سلامتۍ صلاح کار رنگين دادفرسپنتا دزيارت په ورځ دلوړې کچې ديو هيئت دپاکستان پلازمينې اسلام اباد ته رسيدلى اؤ ددغه هيواد وزيراعظم ميا نواز شريف سره ليدنه کړې ده.

دزيارت په ورځ اسلام اباد ته درسيدو وروستورنگين دادفرسپنتا وزيراعظم هاؤس کې نواز شريف دليدنې په مهال ددوه اړخيزه خوښۍ په بيلا بيلو چارو خبرې اترې کړي دي.

ددغه ليدنې په مهال پاکستان کې دافغانستان سفير جان موسي زئي، دافغانستان مرستيال خارجه سکتر عتيق الله حاطف مل،دافغان دفاع وزارت ميجر جنرال اسدالله اکرم يار اؤ دنړيوالو چارو په اړه دافغانستان دافغانستان ډائريکټر جنرل حکيم الله حکمت الله موجود وؤ اؤ ددې ترڅنگ نواز شريف سره په دغه مهال دخارجه چارو اؤ قومي سلامتۍ مشاور سرتاج عزيز، دوزيراعظم ځانگړى مرستيال طارق فاطمي اؤ خارجه سکتر اعزاز چوهدري هم موجود وؤ.

سپنتا پاکستان ته دغه سفر په داسې حال کې کړى چې دغه هيواد قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دمقامي اؤ غيرملکي ترهه گرو په ضد په سترو عملياتو بوخت دى.

دزيارت په ورځ دپاکستان خارجه وزارت په افغانستان يوځل بيا غږ کړى چې دشمالي وزيرستان دعملياتو څخه دتښتيدونکو جنگيالو لپاره دې دپولې پورې غاړه کلک گامونه واخلي اؤ ددغه عملياتو لړ کې دې ورسره مرسته وکړي.

افغان صدرحامد کرزي دپاکستان وزيراعظم ميا نواز شريف سره ټيليفوني خبرو کې هغه ته دشمالي وزيرستان عملياتو په مهال ددواړو هيوادونو ترمينځ دامنيتي همکارۍ دسيوا کولو باور ورکړى ؤ.

سپنتا به وروستو دقومي سلامتۍ په اړه دپاکستاني وزيراعظم دصلاح کار سرتاج عزيز سره هم ليدنه کوي اؤ دپاکستان دخارجه وزارت دوياندې تسنيم اسلم ترمخه دسرتاج اؤ سپنتا دليدنې مرکزي نکته به داړونده سلامتۍ په چارو کې نوره ژوره مرسته باوري کول وي.

اوس اوس دپاکستان وزيرعظم خپل ځانگړى استازى محمود خان اچکزى کابل ته دصدر حامد کرزي سره ليدنې لپاره ليږلى ؤ.

دخارجه وزارت وياندې تسنيم اسلم دزيارت په ورځ اسلام اباد کې ميډيا سره خبرو کې وويل افغانستان ته دځانگړي استازي محمود خان اچکزئي ددورې مقصد هم دپولې په غوره انتظام کې دافغانستان څخه مرسته غوښتل وؤ اؤ همدغه شان دافغانستان دقومي سلامتۍ دصلاح کار ډاکټر رنگين دادفرسپنتا دپاکستان دسفر غرض هم په دغه معامله بحث مخ په وړاندې بوتلل دي.

XS
SM
MD
LG