لاس رسیدونکی لینک

امريکا دجماعت الدعوة په گډون څلور پاکستاني ډلې ترهه گرې گرځولي


دامريکا دخارجه دفتر څخه دجاري شوي بيان ترمخه کومې څلور ډلې چې ترهه گرې گرځول شوي هغه په اصل کې دکالعدم لشکرطيبې مختلف نومونه دي

دامريکا خارجه دفتر دغيرملکي ترهه گريزو ډلو په فهرست کې دبدلون کولو سره دجماعت الدعوة په گډون څلور پاکستاني تنظيمونه ترهه گر گرځولي دي.

دامريکا دخارجه دفتر څخه دجاري شوي بيان ترمخه کومې څلور ډلې چې ترهه گرې گرځول شوي هغه په اصل کې دکالعدم لشکرطيبې مختلف نومونه دي اؤ دبنديزونو څخه دبچ کيدو لپاره بيا بيا خپل نومونه بدلوي.

دامريکا دخارجه دفتر وينا ده کوم څلور تنظيمونه چې دغيرملکي ترهه گريزو تنظيمونو په فهرست کې شامل کړل شوي په هغې کې جماعت الدعوة،انفال ټرسټ، تحريک حرمت رسول اؤ تحريک تحفظ قبله اول شامل دي.

ددغو څلورو تنظيمونو دبهرنو ترهه گريزو ډلو په فهرست کې دشاملولو ترڅنگ دامريکا دخزانې وزارت دلشکرطيبې دوه مشران نذير احمد چوهدري اؤ محمد حسين گل بين المللي ترهه گر گرځولي دي.

دامريکا دخزانې وزارت وائي چې نذير احمد چوهدري د٢٠٠٠ء راهسې دلشکرطيبې دتگلارې سره تړلى پاتې شوى اؤ محمد حسين گل دلشکرطيبې دباني غړو څخه يو دى اؤ اوس مهال ددغه ډلې مالي ذمه واري ترسره کوي.

دامريکا دخارجه دفتر ترمخه دترهه گرو گرځول شوؤ تنظيمونو اثاثې به منجمد کولى شي اؤ بيا به کوم امريکائي وگړي ته هم دهغوي سره دمالياتي اړيکو لرلو اجازت نۀ وي.

امريکائي چارواکي وائي چې لشکرطيبې په ٢٠٠٨م کې دهند په ممبئ ښار کې دترسره شوؤ هاغو ترهه گريزو حملو ذمه واري په غاړه اخستې وه چې پکې ١٦٦ کسان وژل شوي وؤ اؤ ددې ترڅنگ يې کشمير کې دگڼو بريدونو پړه هم منلې.

ددې ترڅنگ لشکرطيبه اوس افغانستان کې هم حملې کوي اؤ سږکال په ٢٣م مئ دافغانستان هيرات ولايت کې په هندي قونصل خانه شوې حمله کې هم دلشکرطيبې لاس ؤ.

امريکا په کال ٢٠٠١ء کې لشکرطيبه ترهه گريزه ډله گرځولې وه اؤ دجماعت الدعوةۀ مشر حافظ سعيد هم امريکا ترهه گر گرځولى اؤ دهغه دنيولو لپاره يې ديو کروړ ډالرو انعام ويستى.

XS
SM
MD
LG