لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خيبرايجنسي : نښته کې درې عسکر اؤ څلور جنگيالي وژل شوي


 دپوځ مطبوعاتي څانگې ( ائي ايس پي ار) دخيبرايجنسۍ دجمرود په سُرکمر سيمه کې ترهه گرو سره دډزو په تبادله کې ددريوؤ خاصه دارو دوژل کيدو اؤ ٨ؤ دژوبل کيدو پخلى کړى دى.
دپوځ مطبوعاتي څانگې ( ائي ايس پي ار) دخيبرايجنسۍ دجمرود په سُرکمر سيمه کې ترهه گرو سره دډزو په تبادله کې ددريوؤ خاصه دارو دوژل کيدو اؤ ٨ؤ دژوبل کيدو پخلى کړى دى.

چارواکي وائي دافغانستان دپولې ترڅنگ دپاکستان په قبائيلي سيمه خيبرايجنسۍ کې تيره شپه امنيتي ځواکونو سره يوه نښته کې لږ ترلږه څلور جنگيالي اؤ درې خاصه دار عسکر وژل شوي دي.

دپوځ مطبوعاتي څانگې ( ائي ايس پي ار) دخيبرايجنسۍ دجمرود په سُرکمر سيمه کې ترهه گرو سره دډزو په تبادله کې ددريوؤ خاصه دارو دوژل کيدو اؤ ٨ؤ دژوبل کيدو پخلى کړى دى.

سرچينې وائي چې يو شمير وسله والو جنگيالو په پاک افغان لويه لاره دسُر کمر سيمې سره نزدې په حوالدار چوکۍ حمله کړې اؤ کله چې دايف سي اضافي عسکر سيمې ته ورسيدل نو هغوي هم دتندلارو تر بريد لاندې راغلل.

بريد کې درې عسکر اؤ څلور جنگيالي وژل شوي اؤ پيښه کې ژوبل ٨ عسکر دپيښور يو روغتون ته رسول شوي دي.

دبريد وروستو امنيتي ځواکونو په سيمه کې دلټونې عمليات پيل کړي دي.

خيبرايجنسۍ کې په امنيتي پوسته دترسره شوې دغه حملې ذمه واري که هر څو تر دې دمه چا په غاړه نۀ ده اخستې ، خو په سيمه کې تندروه ډلې لښکراسلام له دې وړاندې په امنيتي ځواکونو بريدونه ترسره کړي.

خيبرايجنسۍ کې دامنيتي ځواکونو اؤ تندلارو ترمينځ دغه نښته په داسې حال کې رامينځته شوې چې دپاکستان پوځ په شمالي وزيرستان کې دتندلارو په ضد د"ضرب عضب" په نوم پوځي عمليات روان دي.

دجيټ الوتکو څخه دتيرې يوې اوونۍ راهسې دشمالي وزيرستان ترڅنگ خيبرايجنسۍ کې هم په دمې دمې سره دترهه گرو په خوندي ځالو بمباري روانه ده چې پکې پوځ دلسگونو جنگيالو دوژلو دعوه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG