لاس رسیدونکی لینک

شمالي وزيرستان : پوځي عملياتو کې ١٣ جنگيالي وژل شوي


دپوځ دمطبوعاتي څانگې( ائي ايس پي ار) څخه جاري شوي بيان کې وئيل شوي چې دشمالي وزيرستان په ميرعلي تحصيل اؤ خواؤشا سيمو کې دترهه گرو په ځالو بمباري شوې ده.

دپاکستان پوځ وائي دافغانستان پولې ته نزدې دپاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دشورو په ورځ پوځ دجيټ الوتکو څخه دترهه گرو په ځالو بمباري کړې چې پکې ١٣ ترهه گر وژل شوي اؤ دهغوي پينځه ځالې هم تباه شويدي.

دپوځ دمطبوعاتي څانگې( ائي ايس پي ار) څخه جاري شوي بيان کې وئيل شوي چې دشمالي وزيرستان په ميرعلي تحصيل اؤ خواؤشا سيمو کې دترهه گرو په ځالو بمباري شوې ده.

دپوځ بيان کې وئيل شوي دي چې شمالي وزيرستان کې ١٢ شکمن تندلاري هم پوځ ته تسليم شوي دي.

خو دازادو سرچينو څخه ددغو پوځي ادعاوؤ په اړه پخلى نۀ دى شوى.

دافتونو په مهال دمرستو دسيمه ييزې ادارې( پي ډي ايم اى) ترمخه شمالي وزيرستان کې دترهه گرو په ضد دروانو پوځي عملياتو له امله دکډوالو شميره څلور لکه اؤ ٧٧ زرو څخه اوښتې اؤ چارواکي وائي چې دغه شميره دشپږو لکو څخه اوښتى شي.

اؤ بل لوري ته داطلاعاتو ترمخه دشمالي وزيرستان څخه ځينې کورنۍ پرته له اندراج څخه په سختو لارو دخيبرپښتونخوا صوبې جنوبي ضلعې هنگو ته رسيدلي چې له دې امله انديښنه څرگنديږي دکډوالو په جامه کې تندلاري هم په دغو خلکو کې ورگډيدلى شي.

حکومت دکډوالو لپاره بنو کې يو کيمپ جوړ کړى خو په دغه کيمپ کې تر دې دمه يواځې ٢٨ کورنۍ ميشته دي اؤ نور خلک دخيبرپښتونخوا بندوبستي سيمو کې دخپلو رشته دارانو کره اوسيږي اؤ يا يې په کرايه ځائيونه نيولي.

درياستونو اؤ سرحدي چارو وفاقي وزير عبدالقادر بلوچ وينا ده چې دکډوالو شميره شپږو لکو ته رسيدى شي اؤ حکومت ددغو خلکو دمرستې لپاره ټول انتظامات برابر کړي.

خبريالانو سره خبرو کې هغه هيله څرگنده کړه چې پوځي عمليات به ډير زر مکمل شي اؤ کډوال به هم خپلو کورونو ته بيرته لاړ شي.

ائي ايس پي ار تيره ورځ هم شمالي وزيرستان اؤ خيبرايجنسۍ کې ترسره شوؤ فضائي حملو کې د٤٧ؤ ترهه گرو دوژلو اؤ دهغوي د٢٠ؤ څخه دزياتو ځالو دتباه کولو دعوه کړې وه اؤ وئيلي يې وؤ چې شمالي وزيرستان کې ديو ځانمرگي بريد له امله دوه پوځيان اؤ يو اولسي وگړى هم وژل شوى دى.

دپاکستان پوځ په ١٥م جون شمالي وزيرستان کې دتندلارو په ضد وروستو له هغې په ستره پيمانه پوځي عمليات پيل کړل چې دپاکستاني طالبانو تحريک دکراچۍ په هوائي اډه دشوي هاغه بريد مسؤليت په غاړه واخستو چې پکې نزدې ٣٠ کسان وژل شوي وؤ.
پوځ دعوه کوي چې په دغو عملياتو کې يې تر دې مهاله نزدې ٣٠٠ ترهه گر وژلي ، دهغوي په لسگونو ځالې يې تباه کړي اؤ ١٠ؤ پوځيانو هم په دغو عملياتو کې خپل ژوند دلاسه ورکړى ، خو دازادو سرچينو څخه په دغو عملياتو کې دواړو خواؤ ته داوښتې مرگ ژوبلې په اړه پخلى نۀ دى شوى.

XS
SM
MD
LG