لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسفنديار:عملياتو کې دې دښو اؤ بدو طالبانو فرق ونۀ ساتل شي


 دچارسدې ولي باغ سيمه کې خپل کور کې خبريالانو سره دخبرو په مهال اسفنديارولي خان وويل چې دشمالي وزيرستان څخه دلکونو کسانو کډې کول يوه لويه انساني الميه ده
دچارسدې ولي باغ سيمه کې خپل کور کې خبريالانو سره دخبرو په مهال اسفنديارولي خان وويل چې دشمالي وزيرستان څخه دلکونو کسانو کډې کول يوه لويه انساني الميه ده

دعوامي نيشنل پارټۍ مشر اسفنديارولي خان په شمالي وزيرستان کې دښو اؤ بدو طالبانو دلحاظ ساتلو څخه قطع نظر دپوځي عملياتو دترسره کولو غږ کړى دى.

دعوامي نيشنل پارټۍ مشر پرته له کوم فرق څخه شمالي وزيرستان کې دطالبانو په ضددعملياتو ترسره کولو دغه غوښتنه په داسې حال کې کړې چې له دې وروستو په پاکستان تورونه لگيدلي چې ددغه هيواد پوځونه په قبائيلي سيمو کې يواځې دهاغو وسله والو ډلو په ضد گامونه اخلي دکومو څخه چې په پاکستان کې دننه دحملو گواښ پيښ وي.

افغان اؤ امريکائي چارواکو هم په تيرو وختونو کې تورونه لگولي چې دپاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دحقاني نيټ ورک دجنگيالو په گډون جنگيالي دپولې پورې غاړې افغانستان کې په افغان اؤ بهرنو ځواکونو دبريدونو وروستو بيرته په دغه قبائيلي سيمه کې پناه اخلي.

دچارسدې ولي باغ سيمه کې خپل کور کې خبريالانو سره دخبرو په مهال اسفنديارولي خان وويل چې دشمالي وزيرستان څخه دلکونو کسانو کډې کول يوه لويه انساني الميه ده کومه چې به په سيمه کې دوزيرستان دعملياتو څخه وروستو په رامينځته کيدونکي منظر منفي اغيزه وکړي.

هغه وويل چې (شمالي وزيرستان کې) پوځي عمليات دښو اؤ بدو طالبانو دفرق څخه قطع نظر ترسره کول پکار دي

دپاکستان پوځ يوه اوونۍ دمخه شمالي وزيرستان کې دتندلارو په ضد وروستو له هغې په ستره پيمانه پوځي عمليات پيل کړل چې دپاکستاني طالبانو تحريک دکراچۍ په هوائي اډه دشوي هاغه بريد مسؤليت په غاړه واخستو چې پکې نزدې ٣٠ کسان وژل شوي وؤاؤ پوځ دعوه کوي چې په دغو عملياتو کې يې تر دې مهاله د٣٠٠ؤ څخه زيات تندلاري وژلي.

خو دازادو سرچينو څخه په دغو عملياتو کې دواړو خواؤ ته داوښتې مرگ ژوبلې پخلى اؤ پکې دوژل شوؤ کسانو پيژندگلو نۀ ده شوې.

داى اين پي مشر وويل چې خيبرپښتونخوا کې دهغوي دواکمنۍ په دور کې دسوات دعملياتو له امله پينځه ديرش لکه خلک کډوال شوي وؤ خو هغوي دغه خلک په دريوؤ مياشتو کې دننه خپلو پلرنو سيمو ته بيرته ليږلي وؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG