لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

فارياب : بمي چاؤدنه کې درې کسان وژل شوي،٦ژوبل


An Afghan police officer stands at the site of a suicide blast in Faryab, northern Afghanistan, March 18, 2014.
An Afghan police officer stands at the site of a suicide blast in Faryab, northern Afghanistan, March 18, 2014.

چارواکي وائي دافغانستان په شمال لويديز ولايت فارياب کې دشورو په ورځ يوه بمي چاؤدنه کې ديو ماشوم په گډون درې کسان وژل شوي اؤ ٦ نور ژوبل شوي دي.

دفارياب دپوليسو مشر کرنل محمد نعيم اندرابي ددغه پيښې په اړه ميډيا ته وئيلي دي چې دسړک دغاړې دغه بمي چاؤدنه ددولت اباد اولسوالۍ په يو بازار کې رامينځته شوې ده چې له امله يې يو دولس کلن ماشوم اؤ دوه دوکانداران وژل شوي اؤ ٦ کسان ژوبل شوي دي.

هغه وويل چې چاؤدنه کې ژوبل کسان يو نزدې مقامي روغتون ته دعلاج لپاره رسول شوي اؤ په ژوبلو کې هم دځينو حالت سخت دى.

دپوليسو مرستيال مشر نعمت الله وئيلي دي چې بم ددوکانونو مخې ته په ولاړ يو لاس گاډي کې ايښودل شوى ؤ.

ددغه چاؤدنې ذمه واري تر دې مهاله چا په غاړه نۀ ده اخستې خو طالب جنگيالي دافغان اؤ بهرنو ځواکونو دپه نخښه کولو په غرض دهيواد په بيلا بيلو سيمو کې دسړک په غاړه بمونه ښخوي چې پکې اکثره بې گناه اولسي وگړي په نخښه کيږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG