لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پوځ :خيبراؤ شمالي وزيرستان کې ٤٧ ترهه گر وژل شوي


دپوځ دبيان ترمخه خيبرايجنسۍ کې هم نن سحر ترسره شوؤ فضائي حملو کې ٢٠ ترهه گر وژل شوي اؤ دهغوي ١٢ ځالې تباه کړل شوي دي.
دپوځ دبيان ترمخه خيبرايجنسۍ کې هم نن سحر ترسره شوؤ فضائي حملو کې ٢٠ ترهه گر وژل شوي اؤ دهغوي ١٢ ځالې تباه کړل شوي دي.
دپاکستان پوځ وائي چې دافغانستان پولې ته نزدې قبائيلي سيمو شمالي وزيرستان اؤ خيبرايجنسۍ کې يې دنهې په ورځ دترهه گرو په خوندي ځالو دجيټ الوتکو څخه فضائي حملې کړي چې پکې ٤٧ ترهه گر وژل شوي اؤ دهغوي ٢٣ ځالې هم تباه شوي دي.
دپوځ دمطبوعاتي څانگې( ائي ايس پي ار ) څخه دجاري شوي بيان ترمخه نن غرمه ميرعلي اؤ نزدې سيمو کې دجيټ الوتکو فضائي حملو کې ٢٧ ترهه گر وژل شوي ، دهغوي ١١ ځالې اؤ په دروند مقدار کې وسلې اؤ چاؤديدونکي مواد هم تباه شوي دي.
دپوځ دبيان ترمخه خيبرايجنسۍ کې هم نن سحر ترسره شوؤ فضائي حملو کې ٢٠ ترهه گر وژل شوي اؤ دهغوي ١٢ ځالې تباه کړل شوي دي.
سرچينې وائي دقبائيلي سيمې خيبرايجنسۍ دجمرود تحصيل په راج گل سيمه کې دنهې په ورځ پاکستاني پوځيانو دجيټ الوتکو څخه دترهه گرو په شکمنو ځالو بمباري کړې.
ناتائيده راپورونه وائي چې ددغه بمبارۍ په مهال يوه گوله ديو قبائيلي خان ولي کوکي خيل په کور پريوتې چې له امله يې ديوې ښځې اؤ يوماشوم په گډون ٧ کسان وژل شوي خو دپاکستان پوځ ددغه پيښې په اړه څه نۀ دي وئيلي.
پوځ پخپل دغه بيان کې زياته کړې ده چې دشمالي وزيرستان ايجنسۍ په سپين وام سيمه کې نن غرمه يو ځانمرگى بريد هم ناکامه کړل شوى اؤ وئيلي يې دي چې دبارودو نه ډک يو گاډي ديو سول هسپتال نه بهر يو چيک پوسټ لوري ته دورتللو هڅه کوله چې په فرائضو بوختو عسکرو دغه گاډى وليدو اؤ ډزو يې پرې پيل کړې.
بيان کې وئيل شوي چې دغه گاډى دچيک پوسټ نه سل ميټره لرې الوځيدلى اؤ په دغه مهال دوه پوځيان اؤ يو اولسي وگړى هاغه مهال ووژل شول کله چې ديوې نزدې ودانۍ چت رانسکور شو.
پوځ وائي چې په سيدگئ چيک پوسټ تر دې مهاله څلور نيم لکه څلور زره دوه سوه اؤ اووۀ کډوال درج کړل شوي
سرچينې وائي شمالي وزيرستان کې پينځه ورځې وروستو نن يوځل بيا کرفيو پځايې کړل شوې چې ورسره دسيمې څخه دخلکو محفوظو سيمو ته کوچيدل اودريدلي دي.
دپاکستان پوځ يوه اوونۍ دمخه شمالي وزيرستان کې دتندلارو په ضد وروستو له هغې په ستره پيمانه پوځي عمليات پيل کړل چې دپاکستاني طالبانو تحريک دکراچۍ په هوائي اډه دشوي هاغه بريد مسؤليت په غاړه واخستو چې پکې نزدې ٣٠ کسان وژل شوي وؤ.
پوځ دعوه کوي چې په دغو عملياتو کې يې تر دې مهاله نزدې ٣٠٠ ترهه گر وژلي اؤ ١٠ؤ پوځيانو هم په دغو عملياتو کې خپل ژوند دلاسه ورکړى ، خو دازادو سرچينو څخه په دغو عملياتو کې دواړو خواؤ ته داوښتې مرگ ژوبلې په اړه پخلى نۀ دى شوى.
بلخوا سرچينې وائي دقبائيلي سيمې مهمند ايجنسۍ دصافي تحصيل په قيوم اباد سيمه کې دسړک دغاړې په يوه بمي چاؤدنه کې يو خاصه دار عسکر وژل شوى اؤ ددغه چاؤدنې څخه وروستو امنيتي ځواکونو سيمه کې دلټونې عمليات ترسره کړي چې پکې ١١ شکمن کسان نيول شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG