لاس رسیدونکی لینک

افغانستان : بمي چاؤدنه کې درې امريکائي پوځيان وژل شوي


په يو بيان کې دنيټو ځواکونو وئيلي دي چې جنوبي افغانستان کې ديوې چاؤدنې په نتيجه کې دايساف عسکر اؤ دايساف يو سپى وژل شو ى دى.
چارواکي وائي دجمعې په ورځ دافغانستان په جنوبي سيمه کې دطالبانو په يو بريد کې درې امريکائي عسکر اؤ يو پوځي سپى وژل شوى دى.
ټاکل شوې ده افغانستان څخه به دروان کال په پايې کې دامريکا په مشرۍ نړيوال ائتلافي ځواکونه اوځي چې له دې وروستو به په دغه هيواد کې دطالب ياغيانو په ضد دجگړې بشپړ مسؤليت دافغانستان دپوځ اؤ پوليسوپه غاړه وي.
په يو بيان کې دنيټو ځواکونو وئيلي دي چې جنوبي افغانستان کې ديوې چاؤدنې په نتيجه کې دايساف عسکر اؤ دايساف يو سپى وژل شو ى دى.
يوې نړيوالې خبري ادارې دامريکا ددفاعي چارواکو له خُلې وئيلي چې چاؤدنه کې وژل شوي عسکر امريکايان وؤ.
په افغانستان کې بهرني عسکر دبارودي موادو معلومولو لپاره پوځي سپي کاروي ، خو دغه سپي په مقامي خلکو کې غيرمقبول دي.
دافغان چارواکو وينا ده چې دغه بريد دهلمند ولايت په نادعلي اولسوالۍ کې رامينځته شوى دى.
دهلمند دوالي وياند عمر ځواک په دغه اړه يو بهرني خبري اژانس سره خبرو کې وئيلي چې " بم په يو موټربائيک راوړل شوى ؤ اؤ دايساف دگزمې سره نزدل الوځول شوى"
طالبانو ددغه پيښې ذمه واري په غاړه اخستې ده.
XS
SM
MD
LG