لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نوازشريف : دشمالي وزيرستان عملياتو کاميابۍ لپاره به پوځ ته ټولې وسيلې ورکولى شي


 دبريفنگ په اړه پخلى وشو چې دشمالي وزيرستان عملياتو کې تر دې مهاله دترهه گرو دبيلا بيلو ډلو سره تعلق لرونکي ٢٣٢ جنگيالي وژل شوي اؤ دهغوي ٢٠ ځالې تباه کړل شوي دي.
دبريفنگ په اړه پخلى وشو چې دشمالي وزيرستان عملياتو کې تر دې مهاله دترهه گرو دبيلا بيلو ډلو سره تعلق لرونکي ٢٣٢ جنگيالي وژل شوي اؤ دهغوي ٢٠ ځالې تباه کړل شوي دي.
دپاکستان وزيراعظم ميا نواز شريف دهيواد دپوځ دسرلښکر جنرال راحيل شريف ترڅنگ دجمعې په ورځ دپيښور هيډکوارټر دوره کړې اؤ دغلته دواړو مشرانو ته دپوځ لوړپوړو کمانډرانو قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دتندلارو په ضد دروانو عملياتو په اړه حال احوال تير کړل شوى دى.
پيښور ته جنرال راحيل اؤ وزيراعظم نواز شريف دغه دوره په داسې حال کې کړي چې شمالي وزيرستان کې دعملياتو پيل کيدو څخه وروستو په تير يو شواروز کې دپيښور په متنو، پجګي روډ اؤ دخيبرپښتونخوا په تورغر سيمه کې ځانمرګي بريد، بمي چاؤدنه اؤ دډزو پيښه کې دپوليسو پشمول څلور کسان وژل شوي دي.
نواز شريف په دغه موقع شمالي وزيرستان کې دترهه گرو په ضد دروانو عملياتو دکاميابۍ لپاره پوځ ته دکوټلې مرستې باور هم ورکړى دى.
دواړه مشران د"ضرب عضب" عملياتو دارزښت په اړه خبر کړل شوي اؤ ورته وئيل شوي چې دغه عمليات دغيرقانوني گرځول شوې تندروه ډلې تحريک طالبان پاکستان لخوا په ټول هيواد کې په لويه پيمانه دحملو دگواښ له امله ضروري دي.
دبريفنگ په اړه پخلى وشو چې دشمالي وزيرستان عملياتو کې تر دې مهاله دترهه گرو دبيلا بيلو ډلو سره تعلق لرونکي ٢٣٢ جنگيالي وژل شوي اؤ دهغوي ٢٠ ځالې تباه کړل شوي دي.
وزيراعظم نواز شريف اؤ جنرال راحيل ته دا هم وويل شول چې پوځ دشمالي وزيرستان په ميرعلي اؤ ميرامشاه سيمو کې دترهه گرو څخه گيره اچولې ترڅو ددغو سيمو څخه کوم ترهه گر په تيښته کې بريالى نۀ شي.
هغوي ته وويل شول چې " دترهه گرو سپلا ئي لا ئن هم پرې کړل شوى"
دواړه مشران خبر کړل شول چې دايسټ ترکستان اسلامک موومنټ( اي ټي ائي ايم) اؤ انټرنيشنل موومنټ اف ازبکستان( ائي ايم يو) دموجودگۍ له امله نۀ يواځې پاکستان ته سختې خطرې پيښې دي بلکې سيمې ته هم اؤ وويل شول چې دغو ډلو ته مکمل بهرنى اقتصادي اؤمادي مرسته ترلاسه ده.
لوړپوړو کمانډرانو دبريفنگ په مهال وويل چې دشپږو مياشتو په لمړي پړاؤ کې امنيتي ځواکونه لويې هدفونه ترلاسه کوي.
نواز شريف وويل چې هغه افغان صدر حامد کرزي ته وئيلي دا خبره دې باوري کړي چې دترهه گرو په تښتيدو سره بايد دافغانستان خاوره دپاکستان په ضد ونۀ کارول شي.
له دې وړاندې اسلام اباد کې دليپ ټاپ دويشلو يوې دستورې ته دوينا په مهال وزيراعظم نواز شريف پخپلو سياسي مخالفينو غږ وکړو چې بايد هغوي اولسي مينډيټ ته درناوى ولري اؤ منتخب حکومت خپلې پينځه کلنې ائيني مودې پوره کيدو ته پريږدي.
نواز شريف وويل چې داحتجاجونو خواهش لرونکي کوم رقم انقلاب راوستل غواړي.
نواز شريف وويل بايد ټول گوندونه دذمه وارۍ ثبوت ورکړي ځکه چې که يو گوند داحتجاج خبره کوي نو بل گوند دهر څه داړولو خبره کوي اؤ زياته يې کړه چې دتير حکومت په ضد کله هم احتجاجونه اؤ هړتالونه نۀ وؤ شوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG