لاس رسیدونکی لینک

حامد کرزي نواز شريف ته دطالبانو په ضد جگړه کې دمرستې باور ورکړى


دپاکستاني وزيراعظم دوياند ترمخه " افغان صدر وزيراعظم ته ماسخوتن ٨ بجې ټيليفون کړى اؤ ورسره يې ددواړو هيوادونو ترمينځ په امنيتي تړون خبرې کړي دي"
دافغانستان صدر حامد کرزي دپاکستان وزيراعظم ميا نواز شريف سره ټيليفوني خبرو کې ددواړو هيوادونو ترمينځ دامنيتي مرستې دسيوا کولو ژمنه کړې ده.
دپاکستاني وزيراعظم دوياند ترمخه " افغان صدر وزيراعظم ته ماسخوتن ٨ بجې ټيليفون کړى اؤ ورسره يې ددواړو هيوادونو ترمينځ په امنيتي تړون خبرې کړي دي"
سرچينې وائي افغان صدر پاکستاني وزيراعظم ته په دغه مهال دطالبانو په ضد روانه جگړه کې دکوټلې مرستې باور ورکړى.
دوياند په قول افغان صدر پاکستاني وزيراعظم سره دغه خبرې وروستو له هغې وکړې چې ځانگړي استازي محمود خان اچکزئي دنهې په ورځ دکابل دوره وکړه اؤ ددغه سفر په مهال ښاغلي اچکزي افغان مشر سره په امنيتي صورتحال بحث وکړو.
پاکستاني وزيراعظم سره دصدر حامد کرزي دغه خبرې ځکه هم زيات ارزښت لري چې پاکستان دافغانستان پولې ته نزدې خپله قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دتندلارو په ضد پوځي عمليات پيل کړي.
تيره اوونۍ دپاکستان وزيراعظم ميا نواز شريف هم افغان صدر حامد کرزي سره ټيليفوني خبرې کړې وې اؤ هغه څخه يې غوښتنه کړې وه چې په شمالي وزيرستان کې دپوځي عملياتو څخه افغانستان ته دتښتيدونکو جنگيالو په ضد دې خپله پوله وتړي.
همدغه شان دشورو په ورځ په پاکستان کې دافغانستان سفير جانان موسي زئي هم ددغه هيواد دسرلښکر جنرال راحيل شريف سره دراولپينډۍ په جنرل هيډکوارټرز(جي ايچ کيو) کې ليدنه کړې وه اؤ ورسره يې دشمالي وزيرستان په عملياتو خبرې اترې کړې وې.
سرچينې وائي ددغه ليدنې په مهال جنرال راحيل جانان موسي زئي ته پيغام ورکړى ؤ چې دافغانستان لوړپوړو دفاعي چارواکو ته دې ووائي دپولې پورې غاړې افغانستان په کونړ اؤنورستان ولايتونو کې دې دپاکستاني طالبانو دتحريک خوندي ځالې تباه کړي.
پاکستان پخپله هم افغانستان سره په گډه پوله سخت امنيتي تدابير نيولي اؤ افغان حکومت څخه يې هم دپولې دپورې غاړې دتړلو غوښتنه کړې.
دپاکستان دخارجه دفتر وياندې تسنيم اسلم تيره ورځ داووۀ نيز حال احوال تيرولو په مهال ميډيا ته وئيلي وؤ چې افغانستان ورته يې په شمالي وزيرستان کې د"ضرب عضب" اپريشن لپاره دکوټلي ملاتړ باور ورکړى اؤ زياته کړې يې وه چې دهيواد پوځي اؤ غيرپوځي قيادت افغان چارواکو سره په دغه معامله رابطه کړې ده.
XS
SM
MD
LG