لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پوځ :دشمالي وزيرستان عملياتو کې دبهرنيانو په گډون ١٢ جنگيالي وژل شوي


ترمخه کوبرا گن شپ هيلي کاپټرو توپو اؤ امنيتي ځواکونو لخوا دميرامشاه سره نزدې په قطب خيل سيمه کې دتندلارو شکمنې ځالې په نخښه کړل شوي دي.
ترمخه کوبرا گن شپ هيلي کاپټرو توپو اؤ امنيتي ځواکونو لخوا دميرامشاه سره نزدې په قطب خيل سيمه کې دتندلارو شکمنې ځالې په نخښه کړل شوي دي.
دپاکستان پوځ وائي دافغانستان دپولې ترڅنگ دپاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دجمعې په ورځ دگن شپ هيلي کاپټرو څخه دتندلارو په شکمنو ځالو شوې گوله کې دبهرنيانو په گډون ١٢ جنگيالي وژل شوي اؤ دهغوي درې ځالې هم تباه کړل شوي دي.
دپوځ دمطبوعاتي څانگې څخه دجاري شوي بيان ترمخه کوبرا گن شپ هيلي کاپټرو توپو اؤ امنيتي ځواکونو لخوا دميرامشاه سره نزدې په قطب خيل سيمه کې دتندلارو شکمنې ځالې په نخښه کړل شوي دي.
دپوځي بيان ترمخه دسيمې څخه دکډوالو په جامه کې تښتيدونکي ٢٤ شکمن کسان ميرعلي اؤ ميرانشاه کې په بيلا بيلو چيک پوسټونو نيول شوي اؤ دشمالي وزيرستان څخه ايف ار بنو ته دکډوالو منظمه منتقلي روانه ده، تر دې مهاله دسيمې څخه دوؤ لکو کسانو کډې کړي دي اؤ دبنو بکاخيل کيمپ کې په ٩٢ کسانو مشتملې ١١ کورنۍ درج کړل شوي دي.
بيان کې وئيل شوي چې تيره شپه دترهه گرو دتيښتې شپږ هڅې ناکامه کړل شوي اؤ دپيژندگلو دثبوت په نۀ لرلو درې مقامي کسان ،چې دتيښتې هڅه يې کوله نيول شوي.
له دې وړاندې پاکستاني ميډيا دسرچينو له خُلې وئيلي وؤ چې په دغو عملياتو کې ٥٠ جنگيالي وژل شوي اؤ دهغوي ٧ ځالې هم تباه شوي دي.
تيره اوونۍ شمالي وزيرستان کې دتندلارو په ضد پيل کړل شوؤ عملياتوکې تر دې مهاله د٢٣٠ؤ څخه زيات جنگيالي اؤ ٨ عسکر وژل شوي دتندلارو د٢٠ؤ څخه زياتې ځالې هم تباه کړل شوي.
دپاکستان پوځ وائي چې دتندلارو څخه يې گيره اچولې اؤ دميرامشاه اؤ ميرعلي څخه يې دتندلارو دتيښتې هڅې ناکامه کړي دي.
هيله کيږي په راتلونکو څو ورځو کې به شمالي وزيرستان کې دتندلارو په ضد دفضائي بريدونو ترڅنگ ځمکني عمليات هم پيل شي.
شمالي وزيرستان کې دحافظ گل بهادر تندروه ډلې دجمعې دورځې څخه دپوځ په ضد ددفاعي جگړې پيل کولو اعلان کړى.
ددغه ډلې وياند احمدالله احمدي خبريالانو سره خبرو کې دعوه کړې چې دشمالي وزيرستان خاوره کله هم دپاکستاني طالبانو تحريک دخپلو هلو ځلو لپاره نۀ ده کارولې اؤ وئيلي يې دي چې دهغوي شورا په ټول پاکستان کې دخپلې ډلې په غړو غږ کړى چې په حکومتي تنصيباتو بريدونه وکړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG