لاس رسیدونکی لینک

پاکستان وائي ډرون بريدونه دشمالي وزيرستان عملياتو سره تړاؤ نۀ لري


هغې وويل چې پاکستان دغه شان حملې دخپلواکۍ اؤ علاقائي سالميت په ضد گڼي اؤ زياته يې کړه چې دغه بريدونه په پاکستان اؤ سيمه کې دامن راوست په حکومتي هڅو منفي اغيزه کوي.
پاکستان دزيارت په ورځ شمالي وزيرستان کې دډرون بريد غندنه کړې اؤ وئيلي يې دي چې په دغه سيمه کې دتندلارو په ضد دروانو عملياتو اؤ ډرون بريدونو ترمينځ هيڅ تړاؤ نشته.
دخارجه دفتر وياندې تسنيم اسلم اسلام اباد کې ميډيا ته داووۀ نيز حال احوال تيرولو په مهال وويل ډرون حملې په شمالي وزيرستان کې روانو عملياتو سره کوم تړاؤ نۀ لري اؤ زياته يې کړه چې دغه بريدونه دروانو عملياتو سره تړل سم نۀ دي.
دشورو په ورځ دشمالي وزيرستان دميرانشاه سره نزدې په درگاه منډۍ سيمه کې دډرون په يو بريد کې شپږ کسان وژل شوي اؤ يوه اوونۍ دمخه هم په دغه قبائيلي سيمه کې دوؤ ډرون بريدونوکې ١٦ کسان وژل شوي وؤ.
که هر څو دپاکستان دخارجه دفتر وياندې په شمالي وزيرستان کې دپوځي عملياتو اؤ ډرون بريدونو ترمينځ دکوم تړاؤ دموجودگۍ امکان رد کړى خو دپاکستان دحکومت اؤ طالبانو ترمينځ دمذاکراتو دروان عمل په مهال په دغه هيواد کې دډرون حملې ولاړې وې.
ددغو اوسنو بريدونو څخه دمخه په اخري ځل دډرون بريد تيرکال ددسمبر په وروستۍ اوونۍ کې شوى ؤ چې پکې درې شکمن جنگيالي وژل شوي وؤ.
هغې وويل چې پاکستان دغه شان حملې دخپلواکۍ اؤ علاقائي سالميت په ضد گڼي اؤ زياته يې کړه چې دغه بريدونه په پاکستان اؤ سيمه کې دامن راوست په حکومتي هڅو منفي اغيزه کوي.
دډرون بريدونو په اړه دپاکستان وړاندينو هلو ځلو اؤ بيانونو ته په اشارې کولو سره تسنيم اسلم وويل پاکستان دغه معامله په بيلا بيلو نړيوالو فورمونو راپورته کړې اؤ دډرون بريدونو په ضد يې يو شمير قراردادونه منظور کړي دي.
تسنيم اسلم وويل چې دپاکستان په ملاتړ دبشري حقونو کونسل هم دډرون په ضد قرارداد منظور کړى اؤ پاکستان دخپل احتجاج ريکارډ کولو لپاره امريکائي چارواکو سره هم په بيلا بيلو کچو دغه معامله راپورته کړې ده.
په شمالي وزيرستان کې دتندلارو په ضد دروانو عملياتو اؤ افغان قيادت سره درابطې په اړه ديوې پوښتنې په ځواب کې دخارجه دفتر وياندې وويل پاکستان افغان مشرانو ته وئيلي چې دغه عمليات دوخت ضرورت دى ترڅو سيمه دتندلارو اؤ ترهه گرو عناصرو څخه پاکه کړل شي.
هغې وويل چې په پوله دغوره انتظام اؤ دپولې پورې غاړې ديو شان گامونو ضرورت دى ترڅو ترهه گر افغانستان ته ونه تښتيدى شي.
دهغې وينا وه چې پاکستان په دې خبره ټينگار کړى چې بايد داځل دپولې پورې غاړه غوره انتظام وي اؤ افغان حکومت دې هم مناسب گامونه واخلي ترڅو دافغانستان دلوري څخه په دې عملياتو کې هيڅ رقم مداخلت اؤ اړى گړى نۀ وي.
XS
SM
MD
LG