لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نواز شريف : تندلاري به دشمالي وزيرستان جگړه بائيلي


 سرچينې وائي په دغه مهال وزيراعظم وويل چې دشمالي وزيرستان عملياتو کې دقام ديو والي ضرورت دى اؤ زياته يې کړه چې " هيواد کې به پرامنه ماحول په شمالي وزيرستان کې جنگيدونکو عسکرو ته گټه ورسوي "
سرچينې وائي په دغه مهال وزيراعظم وويل چې دشمالي وزيرستان عملياتو کې دقام ديو والي ضرورت دى اؤ زياته يې کړه چې " هيواد کې به پرامنه ماحول په شمالي وزيرستان کې جنگيدونکو عسکرو ته گټه ورسوي "
دزيارت په ورځ دپاکستان وزيراعظم ميا نواز شريف په مشرۍ دواکمن گوند پاکستان مسلم ليگ(ن) قيادت ليدنه کړې اؤ په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې يې دتندلارو په ضد په روانو عملياتو غور کړى دى.
سرچينې وائي په دغه مهال وزيراعظم وويل چې دشمالي وزيرستان عملياتو کې دقام ديو والي ضرورت دى اؤ زياته يې کړه چې " هيواد کې به پرامنه ماحول په شمالي وزيرستان کې جنگيدونکو عسکرو ته گټه ورسوي "
هغه هيله څرگنده کړه چې تندلاري به دغه جگړه بائيلي اؤ وې وئيل چې په خيبرپښتونخوا کې به دشمالي وزيرستان دعملياتو له امله بې کوره شوؤ کسانو ته به ټولې اسانتياوې برابرولى شي.
وزيراعظم دغه څرگندونې په داسې حال کې کړي چې نن په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان دفعاله تندروه ډلې حافظ گل بهادر دپاکستان حکومت سره دتړون دماتولو اؤ دحکومت په ضد د" ضرب مومن" په نوم دعملياتو پيل کولو اعلان کړى.
تيره اوونۍ شمالي وزيرستان کې دتندلارو په ضد پيل کړل شوؤ عملياتو کې دپاکستان ٣٠ زره پوځيان برخه اخلي ، په دغو عملياتو کې تر دې مهاله خواؤشا ٢٠٠ جنگيالي اؤ٨ عسکر وژل شوي دي.
ددغه غونډې په مهال دپنجاب وزيراعلي شهباز شريف دلاهور دماډل ټاؤن دپيښې په اړه حال احوال تير کړو اؤ دغونډې برخه والو ته يې په انصاف دسازباز نۀ کولو وينا وکړه.
دغونډې په مهال هيله کيده چې دپاکستان عوامي تحريک( پي اى ټي) په کارکوونکو دډزو دامر کوونکي به رابرڅيره شي خو په دغه اړه کوم تفصيلات مخې ته نۀ دي راغلي.
دپاکستان مسلم ليگ(ن) قيادت په دغه موقع دپي اى ټي دکارکوونکو دوژنې اجتماعي غندنه وکړه اؤ دپنجاب وزيراعلي شهباز شريف وويل چې صوبائي حکومت به پيښه کې ککړ کسان ارو مرو دقانون منگولو ته راکش کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG