لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرال راحيل وائي کونړ اؤ نورستان کې دې دټي ټي پي ځالې تباه کړل شي


په پاکستان کې دافغانستان سفير جانان موسي زئي دشورو په ورځ جنرل هيډکوارټرز(جي ايچ کيو) کې دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف سره ليدنه کړې ده.
په پاکستان کې دافغانستان سفير جانان موسي زئي دشورو په ورځ جنرل هيډکوارټرز(جي ايچ کيو) کې دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف سره ليدنه کړې ده.
په پاکستان کې دافغانستان سفير جانان موسي زئي سره ديوې ليدنې په مهال دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف دافغانستان ددفاع چارواکو څخه غوښتنه کړې ده چې دخپل هيواد دننه دې کونړ اؤ نورستان ولايتونو کې دپاکستاني طالبانو دتحريک خوندي ځالې تباه کړي.
پاکستان په روانه اوونۍ کې په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دپټو ترهه گرو په ضد پراخه پوځي عمليات پيل کړي چې تر دې مهاله پکې دخواؤشا ١٨٠ؤ جنگيالو دوژل کيدو دعوې شوي اؤ٨ؤ عسکرو پکې هم خپل ژوند دلاسه ورکړى.
افغان اؤ امريکائي چارواکو دډير وخت راهسې افغانستان څخه په شمالي وزيرستان کې دحقاني نيټ ورک دجنگيالو پشمول دغلته دپټو ترهه گرو دځالو دورانولو غوښتنه کوله اؤ پاکستان دغه عمليات يوه اوونۍ وروستو له هغې پيل کړل چې دکراچۍ په هوائي اډه دجنگيالو حمله کې نزدې ٣٠ کسان ووژل شول.
په پاکستان کې دافغانستان سفير جانان موسي زئي دشورو په ورځ جنرل هيډکوارټرز(جي ايچ کيو) کې دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف سره ليدنه کړې ده.
دپوځ دمطبوعاتي څانگې ائي ايس پي ار څخه په دغه اړه جاري شوي يو لنډ بيان کې وئيل شوي دي چې " دليدنې په مهال شمالي وزيرستان ايجنسۍ کې په روانو عملياتو اؤ دپاکستان اؤ افغانستان په پوله دحفاظتي گامونو دغوره کولو په گډون داړونده خوښۍ په چارو خبرې اترې شوي دي. "
دليدنې په مهال جنرال راحيل شريف دپولې دپورې غاړې(افغانستان) څخه دترهه گرۍ دپيښو معامله هم راپورته کړه.
جنرال راحيل دافغانستان ددفاع چارواکو څخه غوښتنه وکړه چې دافغانستان په کونړ اؤ نورستان ولايتونو کې دې دپاکستاني طالبانو دتحريک دهاغو جنگيالو خوندي ځالې تباه کړي چې دپاکستان څخه دغلته ورتښتي،پناه اؤ مرسته اخلي اؤ دپاکستان په سرحدي سيمو حملې ترسره کوي.
دليدنې په مهال افغان سفير جنرال راحيل ته باور ورکړو چې په شمالي وزيرستان کې دترهه گرو په ضد روانو عملياتو کې به افغانستان پاکستان سره مکمله مرسته کوي اؤ ددې ترڅنگ به دپاکستاني طالبانو دخوندي ځالو دتباه کولو پيغام دافغانستان لوړپوړو دفاعي چارواکو ته ورسوي.
تيره ورځ دپاکستان وزيراعظم ميا نواز شريف هم دافغانستان صدر حامد کرزي سره ټيليفوني رابطه کړې وه اؤ هغه څخه يې غوښتنه کړې وه چې په شمالي وزيرستان ايجنسۍ کې دطالبانو په ضد دروانو عملياتو په مهال دې ددغه ځايې څخه دتښتيدونکو جنگيالو دمخنيوي لپاره افغان پوله وتړي اؤ افغان صدر هم هغه ته دهررقم ممکنه مرستې باور ورکړى ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG