لاس رسیدونکی لینک

شمالي وزيرستان : دډرون بريد کې ٦ کسان وژل شوي


دسرچينو وينا ده چې دډرون الوتکې څخه دشمالي وزيرستان دميرانشاه سره نزدې په درگاه منډي کلي کې په يوه ودانۍ اؤ يو گاډي شپږ ميزائيلونه داغل شوي دي
دافغانستان دپولې ترڅنگ دپاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دشورو په ورځ په يو امريکائي ډرون بريد کې ٦ کسان په داسې حال کې وژل شوي چې دغلته دپاکستان دپوځ لخوا هم دملکي اؤ غيرملکي جنگيالو په ضد فضائي حملې دوامداره دي.
دسرچينو وينا ده چې دډرون الوتکې څخه دشمالي وزيرستان دميرانشاه سره نزدې په درگاه منډي کلي کې په يوه ودانۍ اؤ يو گاډي شپږ ميزائيلونه داغل شوي دي چې له ا مله يې شپږکسان وژل شوي اؤ يو شمير نور ژوبل شوي دي، خو په دغه بريد کې دوژل شوؤ کسانو پيژندگلو نۀ ده شوې.
يوه اوونۍ دمخه هم دشمالي وزيرستان په ميرانشاه تحصيل کې دوؤ ډرون حملو کې ١٦ کسان وژل شوي وؤ اؤ دغه په پاکستان کې سږکال دډرون حملو لمړۍ موقع وه.
دپاکستان پوځ هم دکراچۍ په هوائي ډگر دوسله والو بريد کې دخواؤشا ٣٠ؤ کسانو دوژل کيدو وروستو شمالي وزيرستان کې دتندلارو په ضد عمليات پيل کړي چې پکې تر دې دمه د١٨٠ؤ څخه دزياتو جنگيالو دوژنې ادعاوې شوي اؤ ددې ترڅنگ ٨ عسکر هم وژل شوي.
دپوځ لخوا شمالي وزيرستان کې دتندلارو په ضد دعملياتو پيل کولو راپديخوا دا لمړى ځل دى چې شمالي وزيرستان کې کومه ډرون حمله شوې ده.
دپاکستان دحکومت اؤ طالبانو ترمينځ دمذاکراتو په مهال امريکائي ډرون حملې اودريدلې وې خو اوس دغه لړۍ يوځل بيا پيل شوې ده.
XS
SM
MD
LG