لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان : تازه عملياتو کې ٥٠ جنگيالي وژل شوي


شمالي وزيرستان کې نن په پينځمه ورځ هم گرځ بنديز يا کرفيو پځايې ده اؤ ايجنسۍ ته غځيدلې ټولې داخلي اؤ بهرنۍ لارې تړل شوي دي.
شمالي وزيرستان کې نن په پينځمه ورځ هم گرځ بنديز يا کرفيو پځايې ده اؤ ايجنسۍ ته غځيدلې ټولې داخلي اؤ بهرنۍ لارې تړل شوي دي.
دافغانستان دپولې سره نزدې دپاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرسان کې دپاکستان دپوځ له لوري دتندلارو په ضد عمليات روان دي دنهې په ورځ ميرعلي کې ترسره شوؤ فضائي بريدونو کې نور ٥٠ جنگيالي وژل شوي دي.
شمالي وزيرستان کې دتيرو دريوؤ ورځو راهسې دپوځ له لوري پيل کړل شوؤ عملياتو کې تر دې دمه خواؤشا ١٥٠ جنگيالي وژل شوي دي.
دسرچينو ترمخه دگل اؤ نهې په مينځ شپه اؤ سحر مهال دپاکستاني پوځ جيټ الوتکو دشمالي وزيرستان دميرعلي په بيلا بيلو سيمو خيسُور، خوشحالي اؤ کاسکي کې دترهه گرو په خوندي ځالو بمباري کړې ده چې له امله يېا ٥٠ جنگيالي وژل شوي اؤ دهغوي ٨ ځالې هم تباه شوي دي.
سرچينې وائي په وژل شوؤ کې زياتره غيرملکيان شامل دي.
شمالي وزيرستان کې نن په پينځمه ورځ هم گرځ بنديز يا کرفيو پځايې ده اؤ ايجنسۍ ته غځيدلې ټولې داخلي اؤ بهرنۍ لارې تړل شوي دي.
په عين حال کې دپوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف په شمالي وزيرستان کې دتندلارو په ضد دروانو عملياتو له امله سري لنکا ته خپل څلور ورځنى سفر ځنډولى دى.
سرچينې وائي دپوځ سرلښکر شمالي وزيرستان کې دروانو دغو عملياتو څارنه پخپله کوي.
په عين حال کې دايف ار بنو په بکاخيل سيمه کې جوړ کيمپ کې داوسيدو څخه په انکار کولو دشمالي وزيرستان نزدې ٧٠ زره بې کوره شوي کسان دسختو ستونزو سره مخ دي.
دغه کسان وائي چې تندروه کمانډر حافظ گل بهادر ورته خبردارى ورکړى چې حکومتي کيمپ کې دي نۀ اوسيږي گنې دوهم صورت کې به دنتيجو هغوي پخپله ذمه وار وي.
چارواکي وائي اووۀ زره بې کوره شوي کسان هنگو اؤ کوهاټ ضلعو ته تللي اؤ درې شپيتۀ زره نور بنو، لکي مروت، ډيره اسماعيل خان، بکهر،فتح جنگ اؤ دهيواد نورو سيمو ته منتقل شوي دي.
دچارواکو وينا ده چې په شمالي وزيرستان کې دپوځ اؤ طالبانو ترمينځ دنښتو له امله دبې کوره شوؤ کسانو څخه څوک هم تيار نۀ دي چې دايف ار بنو په بکاخيل کې جوړ کيمپ کې دطالبانو دگواښونو له ويرې ووسيږي.
دگل په ورځ هم دپاکستاني پوځ دجيټ الوتکو څخه شمالي زيرستان کې ترسره شوؤ عملياتو کې دلسگونو جنگيالو دوژلو دعوه شوې وه.
تيره اوونۍ دکراچۍ په هوائي اډه دوسله والو دبريد وروستو قبائيلي سيمو کې دملکي اؤ غيرملکي جنگيالو دخوندي ځالو په ضد عمليات پيل شوي.
دپاکستان حکومت شمالي وزيرستان کې دتندلارو په ضد په لويه پيمانه دعملياتو دغه پريکړه وروستو له هغې وکړه چې دنواز شريف انتظاميې لخوا دپاکستاني طالبانو سره پيل کړل شوي مذاکرات دناکامۍ سره مخ شول.
طالبانو سږکال دمارچ په لمړۍ نيټه دپاکستان حکومت سره ديوې مياشتې لپاره داوربند اعلان کړى ؤ اؤ وروستو داپريل په نيمائي کې طالبانو په حکومت مذاکراتو کې دغيرسنجيدگۍ دتور لگولو سره اوربند ختم کړو.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG