لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دخيبرپښتونخوا د404 اربو بجټ کې تنخاگانې 10 فيصده سيوا


په بجټ کې د خواريکښو لږ ترترلږه مياشتنى اجرت 12 زره روپۍ ټاکل شوى اؤ د خزانې وزير وايي له دې وروستو چې څوک يو مزدور د 12000 روپو نه په کمه مياشتينۍ تنخا ساتي دا به يو دسزا وړ جرم گڼل کيږي.
په بجټ کې د خواريکښو لږ ترترلږه مياشتنى اجرت 12 زره روپۍ ټاکل شوى اؤ د خزانې وزير وايي له دې وروستو چې څوک يو مزدور د 12000 روپو نه په کمه مياشتينۍ تنخا ساتي دا به يو دسزا وړ جرم گڼل کيږي.
دخالي په ورځ د پاکستان دخيبرپښتونخوا صوبې دمالي کال 2014-15 دپاره د 404ؤ اربو اؤ 80 کروړو روپو بجټ د خزانې وزير سراج الحق صوبايي اسمبلۍ ته وړاندې کړى چې په دغه بجټ کې اولس څخه ژوند په بيلابيلو مدونو کې داخستل کيدونکو ټيکسونو لمن غځول شوې اؤد سرکاري ملازمانو په تنخاگانو کې د لس فيصده اضافې اعلان شوى دى.
په دغه بجټ کې د تعليم دپاره 80اربه ،73کروړه اؤ 93 لکه، د صحت دپاره25 اربه 23 کروړه اؤ 71 لکه،دپوليسو دپاه 28اربه 53 کروړه اؤ 46 لکه اؤ په غنمو د سبسډي ورکولو دپاره 2 اربه ،71 کروړه اؤ 49 لکه روپۍ بيلې کړل شوي دي.
په بجټ کې د خواريکښو لږ ترترلږه مياشتنى اجرت 12 زره روپۍ ټاکل شوى اؤ د خزانې وزير وايي له دې وروستو چې څوک يو مزدور د 12000 روپو نه په کمه مياشتينۍ تنخا ساتي دا به يو دسزا وړ جرم گڼل کيږي.
په پاکستان کې تيرکال هم د مزدور لږ ترلږه مياشتنى اجرت لس رزه روپۍ ټاکل شوى ؤ خو ددې باوجود ترننه ليدل کيږي چې دپاکستان دننه په بيلابيلو کارخانو، دوکانونو اؤ ادارو کې مزودرانو څخه د پينځوؤ زرو څخه هم په کم اجرت کار مشقت اخستل کيږي.
د بجټ تقرير په مهال د خزانې صوبايي وزير سراج الحق وويل دټيکسونو د نظام اسانولو اؤ د ټيکسونو دلمنې خورولو اؤ دټيکسونو دغلا مخنيوي دپاره صوبه کې د"خيبرپښتونخوا ريونيو اتهارټي "په نوم يوه ځانگړې اداره جوړه کړل شوې ده.
دخزانې وزير وويل د ټرانسپورټ محکمې لخوا چې د روډونو کومې پرمټې جاري کولى شي دهغې ، پارکنگ اؤ نورو فيسونو شرحه به سيوا کولى شي.
هغه د ځنگلونو،معدنياتو، صنعت اؤ سياحت د څانگو څخه اخستل کيدونکو فيسونو اؤ گټه کې هم داضافي تجويز ايوان ته وړاندې کړو.
هغه وويل اولس ټيکسونه په خوښه ورکوي خو دا اطمينان ورته نۀ شته چې دټيکسونو دغه پيسې بيا ددوئ په ښيگړه هم مصرفيږي .
هغه وويل په تيرو وختونو کې ليدل شوي چې دخلکو دټيکسونو پيسې دغبن ښکار شوي خو موجوده حکومت دا پيسې داولس امانت گڼي اؤ د اولس د ښې دپاره به يې په کار راولي.
دخزانې وزير وويل چې د اوو اربو روپو په لگښت به هزاره ا ؤ ملاکنډ ډويژن کې 350 واړۀ بجلي گهرونه جوړولى شي..
هغه وويل دبجلۍ دخالصې گټې په مد کې دمرکز په ذمه د صوبې لږ ترلږه 140 اربه روپۍ واجب الادا دي خو په اوسني بجټ کې صوبې ته هيڅ رقم نۀ دى ورکړى.
دخزانې وزير دا هم وويل چې حکومت په لمړي ځل د بې وسه کورنو دمرستې دپاره هغوئ ته په ارزانو نرخونو د اوړو اؤ غوړو ورکولو منصوبه پيل کوي چې د هغې له مخې به هره مياشت غريبو کورنو لس روپۍ کلو ارزان اوړۀ اؤ څلويښت روپۍ ارزان غوړي ورکولى شي چې ددغه مقصد دپاره د راتلونکي مالي کال بجټ کې شپږ اربه روپۍ بيلې کړل شوي دي.
له دې وړاندې د بجټ په اړه د صوبايي کابينې يوې جوړې شوې غونډې ته دخيبرپښتونخوا وزيراعلي پرويز خټک وئيلي دي چې دهغۀ دحکومت په دغه بجټ کې ټول پام د غريب اولس ښيگړې ته گرځيدلى اؤ په دغه بجټ کې چې د کومو مهمو منصوبو دپاره پيسې ايښودى شوي دي دهاغو منصوبو په سرته رسيدو به د اولس په ژوند خوشگواره اثرات مرتب شي .
د بجټ اجلاس په موقعه په صوبايي اسمبلۍ کې دموجود يو سئنير صحافي ذوالفقارعلي شاه د خلې دا جمله چې نۀ خو د وزيراعلي په خبرو کې واضحه شوې ده اؤ نۀ د خزانې د وزير په بجټ تقريرکې چې " مونږ ته دې وښودل شي ، اوس به دقيصه خوانۍ بازار کې يوغريب سړي ته د څلويښتو روپو د چهولو پليټ اؤ د لسو روپو روټۍ په څومره ارزان نرخ ورکول کيږي؟"

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG