لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دافغانستان صدارتي انتخاباتو کې د رائيو اچونې عمل روان دى


عمرداودزي وئيلي دي افغانان به نن د خپلو رائيو په ورکولو سره د خپل قسمت پريکړه پخپله کوي ، اؤ ټوپک يا گولۍ به کله هم د افغانانو د ملي جذبې مخې ته خنډ جوړ نه شي
عمرداودزي وئيلي دي افغانان به نن د خپلو رائيو په ورکولو سره د خپل قسمت پريکړه پخپله کوي ، اؤ ټوپک يا گولۍ به کله هم د افغانانو د ملي جذبې مخې ته خنډ جوړ نه شي
په افغانستان کې د صدارتي انتخاباتو دوهم پړاؤ د پاره د اولس لخوا دخپلې خوښې کانديدانو ته د رائيو ورکولو عمل روان دى اؤ د طالبانو لخوا د انتخابي پروسې د گډوډولو د گواښ باوجود د افغانستان ځوانان، ښځې، پيغلې اؤ بوډاگان په يو شان جوش اؤ ولولې سره د رائيو ورکولو مرکزونو ته ورځي اؤ خپلې رايې اچوي.
د ټاکنو په دغه دوهم پړاؤ کې د ډاکټر عبدالله عبدالله اؤ ډاکټر اشرف غني ترمينځ سخته مقابله روانه ده .
دغه ټاکنې وروستو له هغې دوهم پړاؤ ته واوختې چې fپه پينځم اپريل د ترسره شوؤ ټولټاکنو په لمړي پړاؤ کې يو کانديد هم د مجموعي رائيو پنځوس فيصده رايې وانۀ خستى شوى، البته د اتؤؤ کانديدانو د جملې څخه د لمړي پړاؤ په ټاکنو کې ډاکټرعبدالله عبدالله ٤٥ اؤ ډاکټر اشرف غني احمدزي ٣١ فيصده رايې ترلاسه کړې وې.
دافغانستان د اساسي قانون يا ائين له مخې کله چې په ټولټاکنو کې يو کانديد هم پنځوس فيصده رايې وانۀ خلي نو بيا به د ټولو کانديدانو د جملې څخه د هاغو دوؤ کانديدانو ترمينځ په دوباره مقابله کيږي چې تر ټولو زياتې رايې يې اخستي وي.
په افغانستان کې د رائيو ورکوونکو شميره ١٢ؤ ميليونو ته رسيږي اؤ دافغانستان د فوځ مشر جنرال شير محمد کريمي د جمعې په ورځ خبريالانو ته وئيلي وؤ چې افغانستان کې دټولټاکنو ددوهم پړاؤ لپاره غيرمعمولي امنيتي تدابير نيول شوي اؤ هيله يې څرگنده کړې وه چې دغه ټاکنې به په پرامنه ماحول کې ترسره شي.
خو دافغان پوځي مشر ددغه دعوې باوجود دافغانستان د بيلابيلو برخو څخه د رائيو ورکولو د مرکزونو ترڅنگ د وړو ، وړو بمي چاودنو، ډزو اؤ جنگونو اطلاعات ترلاسه شوي .
افغان چارواکي وايي د بدامنۍ دغه وړې پيښې ددې باعث شوي نۀ دي چې خلک انتخاباتو کې د رايې ورکولو څخه وويروي.
د خالي په ورځ د رائيو ورکولو د عمل پيل کيدو څخه وروستو د افغانستان دکورنو چارو وزير عمرداودزي وئيلي دي افغانان به نن د خپلو رائيو په ورکولو سره د خپل قسمت پريکړه پخپله کوي ، اؤ ټوپک يا گولۍ به کله هم د افغانانو د ملي جذبې مخې ته خنډ جوړ نه شي.
د خپلې رائې د ورکولو څخه وروستو د صدارتي ټاکنو کانديد عبدالله عبدالله اعلان کړى چې د برياليتوب په صورت کې به افغانستان کې يو گډ حکومت جوړوي اؤ افغانستان به نور د جنگونو، فسادونو اؤ درغليو څخه خلاصوي.
همدغه شان د ډاکټرعبدالله عبدالله مقابلې ته ولاړ ډاکټر اشرف غني احمد زي هم خپله رايې کارولې ده اؤ وروستو يې وئيلي دي چې هغه د قانون منونکى دى اؤ هيله لري چې مقابل کانديد به يې هم قانون منلو ته غاړه کښـيږدي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG