لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

"میډ ان پاکستان" فټبال د برازيل په میدانونو کې


په برازیل کې د پاکستان سفير وایی دا لویی ویاړ دی چې د نړۍ تکړه لوبغاړي په فټ بال ورلډ کپ 2014 کې مېډ ان پاکستان فټ بال کاروي.
په برازیل کې د پاکستان سفير وایی دا لویی ویاړ دی چې د نړۍ تکړه لوبغاړي په فټ بال ورلډ کپ 2014 کې مېډ ان پاکستان فټ بال کاروي.
په برازیل کې د پاکستان سفير وایی دا لویی ویاړ دی چې د نړۍ تکړه لوبغاړي په فټ بال ورلډ کپ 2014 کې مېډ ان پاکستان فټ بال کاروي. ښاغلي نصرالله خان د برازيل نه د ډيوه ریډیو سره په ځانگړې مرکه کې ویلي دي که څه هم د پاکستان لوبډله په دغه نړیواله کپ کې نه لوبیږي خو دا، افتخار ورته شته چې د هیواد جوړ فټ بال به د برازیل په میدانونوکې استعمالیږي. ښاغلې سفير وایی "پاکستان برازيل ته د لوبو سامان لیږونکې اهم ملک دی، او دا اراده لري چې دې سره دوه اړخيزه تجارت وده ومومي". د پاکستان سیالکوټ ښار د فټ بال د جوړولو لپاره ډیر مشهور دی او د فټبال شوقیان وایی چې دغلته جوړ شوي فټ بالونه

ډیر ښه وي.

تیره ورځ په اسلام اباد کې د برازیل سفير ښاغلي الفریډو لیوني ویلي ؤ 500 سوه پاکستانیانو ته د برازیل ویزې ورکولو کې سل په سله اسانتیاوې ورکول شوي چې دویی په برازیل کې فيفا ورلډ کپ 2014 کتلو خواهش پوره کړي- ښاغلي نصرالله خان وایی د دغه عمل هر کلی کوي او زیاتوي 200 سوه کسان به دپاکستان او 300 سوه به د نورو ملکونو نه برازیل ته رسي هغه وایی "په برازيل کې فټ بال ډسر مشهور دی او په پا کستان کې خلق په فټ بال ورلډ کپ کې ډیره دلچسي اخلي او د برازيل د حکومت نه علاوه د دواړو ملکونو اولس هم ېو بل ډیر خوښوي، زه د برازیل د سفیر لخوا په ويزو کی د اسانتیاو د بیان هر کلې کومه"
په خېبر ايجنسۍ لنډي کوتل کې د فټ بال ېو میچ (فوټو- فرهاد شينواري)
په خېبر ايجنسۍ لنډي کوتل کې د فټ بال ېو میچ (فوټو- فرهاد شينواري)

پاکستان د ا وخت په نړۍ کې په فټ بال کې په 164 نمبر دی خو د پاکستان سفير وایی په برازيل ورلډ کپ کې د پاکستانیانو دلچسپي ډیره ده هغه وایی "زما خیال دی چې خلق به د برازيل د فټ بال په باره کې او د فټ بال کلبونو په باره کې ډېر معلو مات وکړي او شاید چې په مستقبل کې د پاکستان د فټبال شو قیان د دویی سره رابطې وکړي او ورسره تعلقات هم جوړ کړي"
په برازيل کې د پاکستان سفير ښاغلي نصرالله خان سره د رحمان بونیري مرکه په لانديني لنک واورۍ
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:10 0:00
Direct link
  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG