لاس رسیدونکی لینک

پيښور،دير اؤ باجوړ کې په امنيتي ځواکونو حملې،دوه عسکر مړۀ ،دوه ژوبل


دسرچينو ترمخه دخيبرپښتونخوا دکوز دير دچکدرې سيمې سره نزدې په يوه امنيتي پوسته وسله والو جنگيالو حمله کړې چې پکې يو پوليس عسکر وژل شوى دى.
دپاکستان دخيبرپښتونخوا په سرښار پيښور ،کوز دير اؤ قبائيلي سيمه باجوړ ايجنسۍ کې په امنيتي ځواکونو دوسله والو لخوا ترسره شوؤ حملو اؤ بمي چاؤدنه کې دوه عسکر وژل شوي اؤ دوه نور ژوبل شوي دي.
دسرچينو ترمخه دخيبرپښتونخوا د سرښار پيښور په کليواله سيمه پهندو کې د جمعې د نمونځ دپاره د جومات پهرادار پوليس عسکر باندې نامعلومو وسلو والو ډزې کړي اؤ هغه يې وژلى دى.
له دې وړاندې د زيارت په ماسخوتن دپيښور په دوؤ بيلابيلو سيمو نوتهيه اؤ ډبگرۍ کې د نامعلوم لوري څخه دوه راکټونه هم فائرکړل شوي وؤ چې پکې دوه کسان ژوبل شوي وؤ.
دخيبرپښتونخوا صوبې وزيراعلي پرويز خټک په پيښور د پرونو راکټي بريدونو اؤ په پوليس د شوې حملې په سختو ټکو کې غندنه کړې اؤ وئيلي يې دي حکومت به د صوبې اولس د ورانکارو مخې ته بې اسرې نۀ پريږدي.
وائس اف امريکا ډيوه راډيو ته پخپل ليږل شوي بيان کې وزيراعلي امنتي چارواکو باندې غږ کړى چې د ترهگرۍ په دغو پيښو کې ککړ ورانکاري زر ترزره د قانون منگولو ته راکش کړي.
په عين حال کې د جمعې په ورځ دخيبرپښتونخوا دکوز دير دچکدرې سيمې سره نزدې په يوه امنيتي پوسته وسله والو جنگيالو حمله کړې چې پکې يو پوليس عسکر وژل شوى دى.
همدغه شان دقبائيلي سيمې باجوړ ايجنسۍ په سالارزو سيمه کې هم يوه دسړک دغاړې يوه بمي چاؤدنه کې دوه دايف سي عسکر ژوبل شوي دي.
دپيښې وروستو سيمې ته امنيتي ځواکونه رسيدلي اؤ پيښه کې دککړو کسانو دنيولو لپاره يې دلټولو عمليات پيل کړي دي.
تيره اوونۍ هم دباجوړ په ناواگۍ سيمه کې دسړک دغاړې په يوه بمي چاؤدنه کې دمليشې دوه عسکر وژل شوي اؤ درې نور ژوبل شوي وؤ.
ددې ترڅنگ څو ورځې دمخه دپاکستان پوځ دعوه کړې وه چې د افغانستان د خاورې څخه جنگيالي په باجوړ ايجنسۍ کې دپاکستان خاورې ته وراوښتي اؤ دپاکستاني پوځيانو په پوسته يې بريد کړى چې پکې دوه پاکستاني عسکر مړۀ اؤ دوه نور ژوبل شوي دي.
پاکستاني چارواکي تور لگوي چې دافغانستان د کونړ اؤ نورستان ولايتونو څخه جنگيالي د افغانستان د استخباراتو په مرسته دپاکستان خاورې ته ور اوړي اؤ په پاکستاني عسکرو بريدونه کوي.
ځينې پاکستاني استخباراتي شبکې دا تور هم لگوي چې دپاکستاني طالبانو دتحريک مشر مولوي فضل الله اؤ دهغۀ جنگيالي دافغانستان په کونړ اؤ نورستان ولايتونو کې دافغانستان د پوځ اؤ حکومت په ملاتړ ديره دي اؤ هغوئ يې په پاکستان بريدونو ته لمسوي .
خو افغان چارواکي بيا په پاکستان نيوکي لري چې د خاورې څخه يې نۀ يواځې دافغانستان په خاوره گوله باري کيږي بلکې پخپله خاوره يې گڼ شمير جنگيالو ته پناه ورکړې چې هغوئ دغلته نه افغانستان کې د بدامنۍ منصوبې جوړوي اؤ له دې امله ددواړو هيوادونو اړيکې په دې وروستيو کې زياتې ترينگلې شوي دي.
XS
SM
MD
LG