لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپيښور ښکلا اؤ پرمختيا د پاره د کهربونو روپو منصوبه


دپيښور تنگ سړکونه دا مهال هر وخت د ټريفک جام سره مخ وي اؤ ټول ښار شور اؤلوگو په سر راخستى وي
دپيښور تنگ سړکونه دا مهال هر وخت د ټريفک جام سره مخ وي اؤ ټول ښار شور اؤلوگو په سر راخستى وي
دپاکستان دخيبرپيښتونخوا حکومت پريکړه کړې ده چې د پيښور د يو سره تربله سره په اسانه لاره دتير رفتاره بس له لارې خپل منزل ته د اولس رسؤلو دپاره به په ټول ښار کې ٢٧ کولو ميټره اوږد سرک تيرولي اؤ دپيښور ټول سړکونه اؤ لويې لارې به د پلازمينې اسلام اباد اؤ لاهور په څير پراخولى اؤ دپاسه به پرې شينکى زرغونولى شي.
حکومت وايي په نوي مالي کال کې به پيښور کې د کهربونو روپو په لښگښت دپرمختيا په يو شمير منصوبو کارپيل کولى شي چې په هغې کې دسړکونو، پلونو، پارکونو اؤ سيلګرۍ دنورو مقاماتو دپراخه کولو، دڅښلو دپاکو اوبو، صفايۍ، دټريفک دمربوط نظام، بوټو نالولو، دثقافتي ورثې دبحالۍ اؤ د ښار دسينګارولو اؤ ګڼې منصوبې شامل دي .
ديوې محتاطې اندازې له مخې دا مهال د پيښور د رجسټرډ وگړو ابادي د پنځوسو لکو څخه اوښتې اؤ دافغانستان اؤ پاکستان د نورو سيمو نه پيښور ته د کوچيدلو کډوالو شميره کۀ ددغه ابادۍ سره ملگرې کړى شي نو شايد چې ددې ښار ابادي په 90 لکو ور واوړي.
دابادۍ دغه سيوا شوې کچې کۀ چرته د پيښور تاريخي ښکلا متاثره کړې ده نو هلته يې د ژوند په هر مد کې بې شميره ستونزې پيدا کړي دي.
د تيرو دوؤ لسيزو راهسې کۀ هرڅو پيښور کې د گاډو شميره يو په لسه سيوا شوې خو درينگ روډ څخه پرته د اوږدې مودې دننه په پيښور کې کوم داسې قابل ذکر روډونه اؤ پلونه نۀ دي جوړ شوي چې دپيښور ټريفک کنټرول کړل شي .
دپيښور تنگ سړکونه دا مهال هر وخت د ټريفک جام سره مخ وي اؤ ټول ښار شور اؤلوگو په سر راخستى وي چې له دې امله دپيښور تاريخي اؤ روايتي ښکلا سخته متاثره شوې ده.
په پيښور کې ددغو نوؤ پرمختيائي منصوبو شروع کولو پريکړه د زيارت په ورځ دخيبرپښتونخوا دوزيراعلي پرويز خټک په مشرۍ دپيښور دښکلي کولو دپروګرام دجاج اخستو لپاره دلوړې کچې په يوه غونډه کې شوې ده.
غونډه کې موجودو لوړپوړو چارواکو ته وزيراعلي پرويز خټک په ټولو منصوبو دزر تر زره کار پيل کولو وينا وکړه اؤ ټينگار يې وکړو چې بايد هره محکمه دپيښور په پرمختيا اؤ ښکلا کې خپلې ذمه وارۍ پوره په اخلاص اؤ چټکتيا سره ترسره کړي.
د وزيراعلي ددفتر څخه ددغې غونډې په اړه وائس اف امريکا ډيوه راډيو ته په ليږل شوي بيان کې وئيل شوي دي غونډې ته پخپله وينا کې ښاغلي پرويز خټک وويل پيښور په ماضي کې دګلونو اؤ باغونو ښار پاتې شوى اؤ هغوي ته به دښار دغه تاريخي اؤ کلتوري مخ بيا راڅرگندؤل وي.
غونډه کې وويل شول چې دوزيراعلي دهداياتو سره سم دښار دسړکونو دبحالۍ اؤ پراخولو لړ کې دکارخانو مارکيټ نه حيات اباد پورې دجمرود سړک پراخ کړل شوى اؤ څلور مخيز کړل شوى اؤ د نورو سړکونو په پراختيا هم په چټکتيا سره کار روان دى .
غونډې ته وويل شول چې درينګ روډ دواړو غاړو ته به د١٩ فټه سروس روډ اضافه کولى شي اؤددغه سړک پاتې برخه به دپجګي روډ اؤ ورسک روډ پورې پراخه کړى شي اؤ ددې ترڅنګ به دټولو لويو سړکونو په غاړو بوټي نالولى شي.
دغونډې په مهال پريکړه وشوه چې دښار داليکټرانک سلامتۍ لپاره هم به هم ګامونه اخستى شي اؤ دښار دسيلګرۍ لپاره به دروايتي پارکونو ترڅنګ داوبو پارکونه اؤ دمنډو وهلو لارې هم جوړولى شي.
همدغه راز د لوبو د فعاليتونو سيوا کولو دپاره د پيښور په بيلابيلو سيمو کې دلوبو د ميدانونو جوړولو پريکړه هم وشوه.
د وزيراعلي د دفتر څخه د جاري شوي بيان له مخې د غونډې برخه والو ته وويل شول چې دچاوڼۍ پينځه مهم سړکونه به پراخولى اؤ هم دغه شان به دناصرپور جي ټي روډ څخه کارخانو مارکيټ حيات اباد ريلوى پاټلۍ پورې دتيز رفتاره بسونو دچلن دپاره يو جديد سړک جوړولى شي کوم چې به داندازې مطابق داوؤ اربو روپو په خرڅ په يو کال کې مکمليږي.
په دغه سړک به هر لس منټه پس روانيدونکى بس يواځې په ٤٥ؤ منټو کې اخري سټاپ ته رسيږي اؤ ايمبولينس اؤ فائر بريګيډ ګاډو ته به هم پرې دتګ رتګ اجازت وي.
غونډه کې دا فيصله هم وشوه چې دځوانونو لپاره به حيات اباد کې دمنډې وهلو ميدان جوړولى شي اؤ دښځو لپاره به ورزشي ميدانونه،ان ډور ګيمونه، دلامبو تالابونه اؤ په ټولو اسانتياوؤ سمبال دزنانه ؤ کلبونه جوړولى شي .
د ترسره شوؤ پريکړو له مخې ددې ترڅنګ به ښار کې دټريفک دستونزو دهواري ، دګاډو د چلند برقراره پاتې کيدو اؤ وګړو ته دتګ راتګ دغوره اسانتياوؤ ورکولو لپاره د ترانسپورټ محکمه کې يوه ځانگړې څانگه هم جوړولى شي.
خو دپيښور يو سنئير صحافي ابراهيم خان بيا دپيښور دښکلا په هکله د حکومت دغه ټوله منصوبه خيالي پلاؤ گرځوي اؤ وايي په خيبرپښتونخوا کې چې دکله نه د تحريک انصاف حکومت جوړ شوى نو هيڅ داسې عملي کار يې نۀ دى کړى چې اولس پرې مطمئبن شي بلکې دا حکومت اولس يواځې په تشو اعلانونو مشغول ساتل غواړي.
هغه وويل دتحريک انصاف د نورو اعلانونو په څير به د صوبايي حکومت دا اعلان هم يواځې اعلان ځکه پاتې کيږي چې صوبايي حکومت نۀ خو د اعلان کړل شوې منصوبې عملي کولو دپاره په کهربونو روپۍ لري اؤ نۀ دومره لويې کار دوئ په يو کال کې ترسره کولى شي.
ابراهيم خان زياته کړه شپږ نيم کاله وشول چې په پيښور کې د مفتي محمود په نوم يو وړوکي هوايي پل باندې کار روان دى ، څلور حکومتونه پرې بدل شول خو تراوسه دغه وړوکى پل چا جوړ نۀ کړل شو نو ٢٧ کلو ميټره نوى اوږد سړک ، د زړو سړکونو پراخوالى، دپلونو اؤ پارکونو د جوړولو کار به څنگه په يو کال کې سرته رسوي؟
نوموړي وويل هغۀ سره په لاس کې د موجودو اطلاعاتو له مخې صوبايي حکومت چې به داځل کوم بجټ پيش کوي هغې کې به د ٢٢ اربه روپو د خسارې سره مخ وي نو بيا د دومره لويو منصوبو دپاره به پيسې له کومې راوړي؟
ابراهيم خان دا هم وويل چې دا وخت د پنجاب وزيراعلي په پنجاب کې د سړکونو اؤ هوايي پلونو جوړولو جال خورکړى اؤ دتحريک انصاف صوبايي حکومت د پنجاب پيخې کول غواړي خو دا سوچ نۀ کوي چې په پنجاب کې خو دوه وويشت کلو ميټره اوږۀ هوايي پلونه د مياشتو په حساب کې خلکو وليدل چې جوړ شول ،د خيبرپښتونخوا حکومت د عمل په ميدان کې اولس ته څه ښودلى شي چې څۀ يې کړي دي؟
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG