لاس رسیدونکی لینک

شمالي وزيرستان کې پرله پسې ډرون حملو کې 16 جنگيالي وژل شوي


پاکستان کې په اخري ځل تيرکال ددسمبر په وروستۍ اوونۍ کې دډرون حمله شوې وه چې پکې درې شکمن جنگيالي وژل شوي وؤ
دپاکستان دحکومت اؤ طالبانو ترمينځ د اوربند ماتيدو وروستو دافغانستان دپولې ترڅنگ دپاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دشورو اؤ زيارت په مينځ شپه دامريکائي بې پائيلټه جاسوسي الوتکو لخوا په ترسره شوؤ دوؤ بيلابيلو بريدونو کې لږ ترلږه 16 جنگيالي وژل شوي اؤ گڼ شمير نور ژوبل شوي دي.
د سيمه څخه ترلاسه شوي راپورونه وايي په وژل شوؤ کې څلور ازبک اؤ دوه پنجابي طالبان هم شامل دي.
داستخباراتي سرچينو ترمخه دډرون څخه لمړى بريد دشمالي وزيرستان د ميرانشاه تحصيل په درگاه مندي کلي کې شوى چې دغلته جاسوسي الوتکو په يو کور اؤ دکور مخې ته ولاړ ډاټسن دوه ميزائيل داغلي.
د راپورونو له مخې په دغه بريد کې شپږ جنگيالي وژل شوي چې څلور پکې ازبک اؤ دوه پنجابيان دي.
ددغه بريد څخه وروستو د شپې ناوخته د ميرانشاه په ډانډي درپه خيل سيمه کې هم امريکايي ډرون الوتکو د تندلارو په گاډو د هوا څخه ميزائيل داغلي چې پکې لږ ترلږه 10 کسان وژل شوي اؤ څلور نور ژوبل شوي دي
پاکستان کې په اخري ځل تيرکال ددسمبر په وروستۍ اوونۍ کې دډرون حمله شوې وه چې پکې درې شکمن جنگيالي وژل شوي وؤ اؤ دهاغه وخت راهسې په دغه هيواد کې دډرون حملې اودريدلې وې چې ورسره دپاکستان حکومت ته طالبانو سره مذاکراتو کولو موقع په لاس ورغلې وه.
خو د بهرنيو چارو دپاره د پاکستان د وزيراعظم صلاح کار سرتاج عزيز وئيلي وؤ چې امريکا دغه ډرون حملې دپاکستان په درخواست نۀ دي ودرولي.
دپاکستان په قبائيلي سيمه دشپږو مياشتو داوږدې دمې راپديخوا دډرون دا اوسني بريدونه وروستو له هغې شوى چې داتوار اؤ گل په مينځ شپه پاکستاني طالبانو دکراچۍ په هوائي اډه ديو بريد په ترڅ کې خواؤشا ٣٠ کسان ووژل اؤ په هوائي اډه يې اور ولگولو.
ددغه بريد دذمه وارۍ قبلولو په مهال دپاکستاني طالبانو ترجمان شاهدالله شاهد ميډيا ته وئيلي وؤ طالبانو دغه حمله دډرون په بريد کې دخپل وژل شوي مشر حکيم الله محسود دوژنې دبدل اخستو په توگه کړې اؤ په راتلونکي کې به دغسې نورو بريدونو ته هم دوام ورکړي.
دکراچۍ په هوائي ډگر دترسره شوي ترهه گريز بريد څخه وروستو طالبانو دپاکستان په بيلا بيلو سيمو کې په امنيتي ځواکونو هم بريدونه ترسره کړي دي .
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲۵ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي.

     

XS
SM
MD
LG