لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نوازشريف وايي ترهگر به د اولس وژنې دپاره خپلسرۍ ته نۀ پريښودل کيږي


غونډه کې پريکړه وکړل شوه چې دترهگرو د لاسونوڅخه د مخه به دهغوئ په ضد کوټلي گامونه اخستل کيږي
غونډه کې پريکړه وکړل شوه چې دترهگرو د لاسونوڅخه د مخه به دهغوئ په ضد کوټلي گامونه اخستل کيږي
دنهې په ماښام د پاکستان د وزيراعظم ميا نوازشريف په مشرۍ ترسره شوې د اوچتې پايې يوه غونډه کې وزيراعظم نوازشريف وئيلي دي چې داولس دسرومال تحفظ اؤ د هيواد د ملي گټو ساتنه د حکومت اولينه ذمه واري ده اؤ ترهگرو ته به هيڅکله اجازه ورنۀ کړل شي چې د خلکو د ژوند سره لوبې وکړي.
اسلام اباد کې دملکي سلامتۍ په هکله دوزيراعظم په مشرۍ ترسره شوې د اوچتې پايې په غونډ کې طالبانو سره د سولې دخبرو راپديخوا د هيواد دننه د ترهگرۍ په رامينځته شوؤ اوسنو پيښو اؤ دهغې څخه وروستو په رامينځته شوي وضعيت تفصيلي غور شوى دى.
دلوړې پايې دغه مهمه غونډه وروستو له هغې شوې چې د اتوار اؤ گل په مينځ شپه طالبان ياغيانو د کراچۍ په هوايي ډگر د يو بريد په ترڅ کې گڼ شمير امنيتي عسکر ووژل اؤ په هوايي اډه يې اور ولگولو چې پکې د اربونو روپو زيان اوښتى دى.
په دغه بريد کې د بريد کوونکو په گډون خواوشا ٢٩ کسان وژل شوي وؤ.
د پاکستاني طالبانو دتحريک وياند شاهد الله شاهد د کراچۍ په هوايي اډه دترسره شوي بريد پړه په غاړه اخستې اؤ وئيلي يې دي طالبانو دغه بريد د خپل وژل شوي مشر حکيم الله محسود د وژنې د انتقام اخستو په توگه ترسره کړى اؤ په راتلونکي کې به هم دغه رقم بريدونو ته دوام ورکړي.
دغونډې په بابله د وزيراعظم د ماڼۍ څخه مطبوعاتو ته په جاري کړل شوي يو بيان کې وئيل شوي چې د غونډې په مهال د سيمې د امنيت په وضعه اؤ د کراچۍ ، قبائيلي سيمو اؤ بلوچستان دننه د روان اړي گړي په هکله تفصيلي غور اؤ بحث شوى دى.
په دغه غونډه کې د پاکستان دپوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف ،د گډو ځواکونو دکميټې مشر جنرال راشد محمود ، د کورنو چارو وزير چوهدري نثارعلي خان ، دبهرنو چارو دپاره دوزيراعظم صلاح کار سرتاج عزيز اؤ نورو لوړپورو حکومتي اؤ امنيتي چارواکو هم برخه لرله.
د سرچينو له مخې په دغه غونډه کې پريکړه وکړل شوه چې دترهگرو د لاسونوڅخه د مخه به دهغوئ په ضد کوټلي گامونه اخستل کيږي اؤ هيڅکله به ورانکاري خپلسرۍ ته پرې نۀ ښودل شي.
د سرچينوپه وينا دغه غونډه کې د ترهگرۍ څخه د ځان ساتنې دپاره د استخباراتي نظام په لا پياوړي کولو اؤ اؤ دترهگرو په فعاليتونو دځان خبرولو دپاره د هيواد په پولو د څارنې دنظام د نور موثر کولو پريکړه هم وشوه.
دسرچينو په وينا غونډې ته پخپله وينا کې وزيراعظم ميانوازشريف وويل حکومت به په هر حال کې د د بېگناه وگړو د سرومال اؤ دهيواد د اثاثو تحفظ باوري کوي اؤ ترهگر به پرې نۀ ږدي چې د اولس دژوند سره لوبې وکړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG