لاس رسیدونکی لینک

مهمندايجنسي: دامن لښکر غړى په بم الوځول شوى


امبار دمومندايجنسۍ هاغه سيمه ده چې په تيرو وختونو کې پکې حکومت مخالفه طالب ياغيان زيات فعاله وؤ
سرچينې وائي دافغانستان دپولې ترڅنګ دپاکستان په قبائيلي سيمه مومند ايجنسۍ کې داتوار په ورځ ديوې بمي چاؤدنې له امله دطالبانو دمخالف امن لښکر يو غړى وژل شوى دى.
دسرچينو ترمخه دغه چاؤدنه دمومند ايجنسۍ په امبار تحصيل کې دغه پيښه هاغه مهال رامينځته شوه کله چې دامن لښکر غړى ملک عنايت په موټر سائيکل روان ؤ اؤ موټر سائيکل يې دسړک په غاړه په ښخ کړل شوي بم وروختو.
امبار دمومندايجنسۍ هاغه سيمه ده چې په تيرو وختونو کې پکې حکومت مخالفه طالب ياغيان زيات فعاله وؤ اؤ په دغه سيمه کې له دې وړاندې هم دامن لښکر په غړو څو څو واره بريدونه شوي دي.
دپاکستان په قبائيلي سيمو کې چې کله په تيرو وختونو کې طالبان زيات فعاله وؤ اؤ خپله واکمني يې ټينګه کړې وه نو امنيتي ځواکونو دطالبانو د وهلو دپاره دپوځي عملياتو ترڅنګ ځايې پځايې دامن اولسي لښکرې هم جوړې کړې وې چې دغه لښکرو ته به دامنيتي ځواکونو اؤ حکومت کوټلى ملاتړ ترلاسه ؤ.
خو په زياتره قبائيلي سيمو کې دطالبانو دوهل کيدو وروستو اوس دامن لښکرو دغه مشران په امنيتي ځواکونو اؤ دپاکستان په حکومت نيوکې لري چې خپل پام يې دهغوي دحفاظت نه ګرځولى اؤ دطالبانو مخې ته يې تش لاس په ميدان پريښي دي.
تر دې مهاله دپاکستان په بيلابيلو قبائيلو سيمو د طالبانو په بريدونو کې دامن لښکرو يو شمير غړو اؤ مشرانو خپل ژوند دلاسه ورکړى دى.
XS
SM
MD
LG