لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان : تازه عملياتو کې د١٠ؤ جنگيالو دوژلو ادعا


چارواکي وائي دبلوچستان،سندهـ اؤ پنجاب صوبو دپولو ترڅنگ دغه سيمه په ريل گاډو، پلونو اؤ امنيتي ځواکونو دحملو کوونکو بيلتون خوښو مرکز دى.
چارواکي وائي دبلوچستان،سندهـ اؤ پنجاب صوبو دپولو ترڅنگ دغه سيمه په ريل گاډو، پلونو اؤ امنيتي ځواکونو دحملو کوونکو بيلتون خوښو مرکز دى.
چارواکي وائي اتوار په ورځ دپاکستان په ناقراره صوبه بلوچستان کې دامنيتي ځواکونو لخوا دياغيانو په ضد ترسره شوؤ عملياتو کې ١٠ جنگيالي وژل شوي دي.
دکوئټې جنوب ختيز لوري ته ٢٥٠ کلو ميټره لرې دډيره بگټي ضلعې په گندياري سيمه کې ترسره شوي دغه عمليات درې ورځې وروستو له هغې شوي چې دبلوچستان داخله وزير هم په دغه رقم کارروايۍ کې د٣٠ؤ جنگيالو دوژلو دعوه کړې وه.
چارواکي وائي دبلوچستان،سندهـ اؤ پنجاب صوبو دپولو ترڅنگ دغه سيمه په ريل گاډو، پلونو اؤ امنيتي ځواکونو دحملو کوونکو بيلتون خوښو مرکز دى.
په بلوچستان کې دپيراملټري فرنټئير کور يو وياند منظور احمد ددغو عملياتو په اړه يو بهرني خبري اژانس سره خبرو کې وئيلي دي چې " مونږ پخلى کولى شو چې نن په گندياري سيمه کې دبلوچستان ريپبلکن ارمي( بي ار اى) ١٠ جنگيالي وژل شوي دي"
هغه وئيلي امنيتي ځواکونو سحر وختي دجنگيالو په ضد عمليات شروع کړي اؤ ورته اطلاعات ترلاسه کيږي چې هغوي دغلته پټ دي.
دبلوچستان دبيلتون خوښو له لوري ددغو عملياتو اؤ پکې دچارواکو لخوا دشوؤ دعوؤ په اړه تر دې مهاله کوم ردعمل مخې ته نۀ دى راغلى.
دپاکستان په بلوچستان ايالت کې دتيرو څو کلونو راهسې دبلوڅ ملت پالو اؤ امنيتي ځواکونو ترمينځ جنجال روان دى.
دبلوچستان ملت پاله ډلې دريځ لري چې هغوي ته دخپلې خاورې په وسائلو واک نۀ ورکړل کيږي اؤ استخباراتي ادارې دبلوچستان څخه په پټه دخپلو حقونو دپاره غږ پورته کوونکي تښتوي اؤ بيا يې وژني.
خو دپاکستان امنيتي ځواکونه ددغه تور منلو ته تيار نۀ دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG