لاس رسیدونکی لینک

شمالي وزيرستان : دمخالفو ډلو ترمينځ نښتو کې ٧ جنگيالي وژل شوي

دسرچينو وينا ده چې دطالبانو ددوؤ مخالفو ډلو ترمينځ دغه تازه نښته دميرامشاه څخه ٤٠ ميله لرې لويديز لوري ته په وچه ميله سيمه کې رامينځته شوې ده.

سرچينې وائي دجمعې په ورځ دافغانستان دپولې ترڅنگ دپاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دپاکستاني طالبانو ددوؤ مخالفو ډلو ترمينځ تازه نښتو کې نور ٧ جنگيالي وژل شوي دي.

دکمانډر خالد محسود چې په خان سيد سجنا شهرت لري اؤ دپاکستاني طالبانو دوژل شوي مشر حکيم الله محسود دپلويانو ترمينځ داپريل دمياشتې څخه پيل شوؤ نښتو کې تر دې مهاله د١٠٠ؤ څخه زيات کسان وژل شوي دي.
خالد محسود ډلې تيره اوونۍ دتحريک طالبان پاکستان څخه دلارو جدا کولو اعلان کړى ؤ.
استخباراتي چارواکو يو بهرني خبري اژانس ته ددغو نښتو په اړه وئيلي دي چې " تازه نښتو کې ٧ جنگيالي وژل شوي، چې پکې دپينځوؤ تعلق دحکيم الله ډلې سره دى"
نښتو کې درې کسان ژوبل شوي هم دي.
تيره مياشت دپاکستان پوځ شمالي وزيرستان کې دترهه گرو په شکمنو ځالو دگوله بارۍ په نتيجه کې د٨٠ؤ څخه دزياتو جنگيالو دوژنې دعوه کړې وه چې له دې وروستو دپاکستان په بيلا بيلو سيمو کې په امنيتي ځواکونو ځانمرگي بريدونو،چاؤدنو اؤ نښتو کې اضافه راغلې ده.
دپاکستان حکومت دفرورۍ مياشت کې ټي ټي پي سره مذاکرات شروع کړي وؤ دکومو په نتيجه کې چې دمارچ په مياشت کې ديوې مياشتې لپاره داوربند اعلان وشو، خو وروستو تقريباً يوه نيمه مياشت وروستو طالبانودجنگ بندۍ دختمولو اعلان وکړو.
XS
SM
MD
LG