لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان : عملياتو کې د٣٠ؤ جنگيالو دوژنې دعوه


سرفراز بگټي دعوه کړې چې ددغو عملياتو په مهال دوه تښتول شوي کسان هم راخوشې کړل شوي دي.
سرفراز بگټي دعوه کړې چې ددغو عملياتو په مهال دوه تښتول شوي کسان هم راخوشې کړل شوي دي.

دپاکستان دناقراه صوبې بلوچستان داخله وزير سرفراز بگټي دزيارت په ورځ وئيلي دي چې دصوبې په ډيره بگټي سيمه کې دمليشه ځواکونو لخوا ترسره شوؤ عملياتو کې ٣٠ جنگيالي وژل شوي دي.

دپاکستان دناقراه صوبې بلوچستان داخله وزير سرفراز بگټي دزيارت په ورځ وئيلي دي چې دصوبې په ډيره بگټي سيمه کې دمليشه ځواکونو لخوا ترسره شوؤ عملياتو کې ٣٠ جنگيالي وژل شوي دي.
ددغو عملياتو په اړه ميډيا ته دحال احوال تيرولو په مهال داخله وزير وويل دجنگيالو په اتوؤ کيمپونو کې نن سحر دلټونې عمليات کيدل چې په دغه مهال دايف سي په يو گاډي حمله وشوه اؤ زياته کړې يې ده چې دغه حمله کې يو عسکر وژل شوى اؤ ٨ نور ژوبل شوي دي.
داخله وزير وويل امنيتي ځواکونو دډيره بگټي په بيلا بيلو سيمو کې عمليات ترسره کړي دي.
هغه وئيلي په ځوابي عملياتو کې ٣٠ جنگيالي وژل شوي، ٨ کيمپونه تباه کړل شوي اؤ دکارروايۍ په مهال امنيتي ځواکونو ته درې نيم سوه کلو گرامه بارود، پنځوس مائنونه، وسله اؤ چاؤديدونکي مواد په لاس ورغلي دي.
نوموړي وويل " امنيتي ځواکونه دتندلارو لخوا مزاحمت سره مخ دي"
سرفراز بگټي دعوه کړې چې ددغو عملياتو په مهال دوه تښتول شوي کسان هم راخوشې کړل شوي دي.
داخله وزير وويل چې دلټونې دغه عمليات دجنگيالو لخوا په سترو قومي تنصيباتو اؤ امنيتي ځواکونو دحملو په ځواب کې شوي دي.
هغه وويل چې صوبائي حکومت به دجنگيالو په وړاندې ماتې نۀ مني اؤ په صوبه کې به دامن دبحالۍ لپاره کارروايۍ جاري ساتي.
دبلوچستان دبيلتون خوښو له لوري ددغو عملياتو اؤ پکې دچارواکو لخوا دشوؤ دعوؤ په اړه تر دې مهاله کوم ردعمل مخې ته نۀ دى راغلى.
دپاکستان په بلوچستان ايالت کې دتيرو څو کلونو راهسې دبلوڅ ملت پالو اؤ امنيتي ځواکونو ترمينځ جنجال روان دى.
دبلوچستان ملت پاله ډلې دريځ لري چې هغوي ته دخپلې خاورې په وسائلو واک نۀ ورکړل کيږي اؤ استخباراتي ادارې دبلوچستان څخه په پټه دخپلو حقونو دپاره غږ پورته کوونکي تښتوي اؤ بيا يې وژني.
خو دپاکستان امنيتي ځواکونه ددغه تور منلو ته تيار نۀ دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG