لاس رسیدونکی لینک

غزني : چاؤدنه کې دپوليس مشر په گډون څلور عسکر وژل شوي دي


دننگ په قول " هغوي لمړنى بم شنډ کړو اؤ کله چې يې نزدې ديو دوهم(بم) دشنډولو هڅه کوله دغه وچاؤديدو اؤ هغوي يې ووژل"

چارواکي وائي دزيارت په ورځ دافغانستان په غزني ولايت کې ديو بم دشنډولو په مهال دسړک دغاړې بمي چاؤدنه کې دواغز اولسوالۍ دپوليسود مشر په گډون څلور افغان پوليس وژل شوي دي.

چارواکي وائي دزيارت په ورځ دافغانستان په غزني ولايت کې ديو بم دشنډولو په مهال دسړک دغاړې بمي چاؤدنه کې دواغز اولسوالۍ دپوليسود مشر په گډون څلور افغان پوليس وژل شوي دي.
افغانستان کې په ١٤م جون دصدارتي ټولټاکنو ددوهم پړاؤ څخه دمخه ددغه هيواد په بيلا بيلو سيمو کې دتشدد پيښې په داسې حال کې سيوا شوى چې طالبانو دټاکنو دگډوډولو دړکه کړې ده.
دوالي وياند محمد شفيق ننگ ددغه پيښې په اړه ميډيا ته وئيلي دي چې پيښه سحر مهال په سيدولو سيمه کې رامينځته شوې چې له امله يې داولسوالۍ دپوليسو مشر محمد قاسم خان اؤ درې نور پوليس عسکر وژل شوي دي.
دننگ په قول " هغوي لمړنى بم شنډ کړو اؤ کله چې يې نزدې ديو دوهم(بم) دشنډولو هڅه کوله دغه وچاؤديدو اؤ هغوي يې ووژل"
چاؤدنه کې يو پوليس ژوبل شوى هم دى چې دعلاج لپاره نزدې روغتون ته رسول شوى دى.
تيره مياشت هم افغانستان کې ديو شواروز دننه ٢٤ پوليس عسکر وژل شوي وؤ.
دتازه پيښې ذمه واري چا په غاړه نۀ ده اخستې ، خو عموماً طالب جنگيالي دبهرنو اؤ افغان عسکرو دپه نخښه کولو لپاره دسړک په غاړه دغه رقم بمونه ښخوي.
XS
SM
MD
LG