لاس رسیدونکی لینک

دپاکستان اؤ افغانستان ترمينځ د سرحدي بريدونو پسر تاؤ تريخوالى سيوا شوى


افغان چارواکي بيا په پاکستان نيوکي لري چې د خاورې څخه يې نۀ يواځې دافغانستان په خاوره گوله باري کيږي بلکې پخپله خاوره يې گڼ شمير جنگيالو ته پناه ورکړې

دپاکستان اؤ افغانستان ترمينځ په گډه پوله د يوبل په ضد د کيدونکو پوځي بريدونو پسر تاؤ تريخوالى سيوا شوى اؤ پاکستان په افغانستان غږ کړى چې بايد د خپلې خاورې د پاکستان په ضد د استعمال مخه ونيسي.
د شورو په ورځ دپاکستان دپوځ مطبوعاتي څانگې ايي ايس پي ار وئيلي د افغانستان د خاورې څخه جنگيالي په باجوړ ايجنسۍ کې دپاکستان خاورې ته وراوښتي اؤ دپاکستاني پوځيانو په پوسته يې بريد کړى چې پکې دوه پاکستاني عسکر مړۀ اؤ دوه نور ژوبل شوي دي.
پاکستاني چارواکي تور لگوي چې دافغانستان د کونړ اؤ نورستان ولايتونو څخه جنگيالي د افغانستان د استخباراتو په مرسته دپاکستان خاورې ته اور اوړي اؤ په پاکستاني عسکرو بريدونه کوي.
ځينې پاکستاني استخباراتي شبکې دا تور هم لگوي چې دپاکستاني طالبانو دتحريک مشر مولوي فضل الله اؤ دهغۀ جنگيالي دافغانستان په کونړ اؤ نورستان ولايتونو کې دافغانستان د پوځ اؤ حکومت په ملاتړ ديره دي اؤ هغوئ يې په پاکستان بريدونو ته لمسوي .
خو افغان چارواکي بيا په پاکستان نيوکي لري چې د خاورې څخه يې نۀ يواځې دافغانستان په خاوره گوله باري کيږي بلکې پخپله خاوره يې گڼ شمير جنگيالو ته پناه ورکړې چې هغوئ دغلته نه افغانستان کې د بدامنۍ منصوبې جوړوي اؤ له دې امله ددواړو هيوادونو اړيکې په دې وروستيو کې زياتې ترينگلې شوي دي.
دپاکستان د بهرنو چارو د دفتر وياندې تسنيم اسلم د شورو په ورځ وئيلي دافغان خاورې څخه چې باجوړ کې په پاکستاني پوځيانو کوم بريد شوى پاکستان دغه معامله د افغان حکومت اؤ اسلام اباد کې د افغان سفارتخانې سره راپورته کړې ده.
دبهرنو چارو د دفتر وياندې وويل پاکستان يو امن خوښى هيوادى اؤ افغانستان کې به دسولې اؤ ثبات د ټينگښت دپاره خپل کردار ته دوام ورکوي .
خو دپاکستاني وياندې ددغې دعوې برعکس تيره ورځ د افغانستان صدر حامد کرزي تور لگولى ؤ چې دپاکستان له خاورې په افغانستان دکيدونکو بريدونو له لارې پاکستان غواړي چې افغانستان کې د ټولټاکنو روان عمل ته زيان ورسوي.
په افغانستان کې دامريکا سفير د نهې په ورځ يو مطبوعاتي کانفرنس ته د وينا په مهال دپاکستان اؤ افغانستان ترمينځ روان دغه کړکيچ کې دامريکا بې طرفي په ډاگه کړې وه اؤ وئيلي وؤ امريکا خواهش لري چې دواړه هيوادونه بايد ستونزې د خبرو له لارې هوارې کړي
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲۵ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

XS
SM
MD
LG