لاس رسیدونکی لینک

پاکستان کې په پوځيانو بريدونه، د دوؤ افسرانو په گډون ٧ مړۀ


Army troops secure a road leading to the site of suicide bombing in Rawalpindi, Jan. 20, 2014.
دشورو په ورځ دپاکستان په پوځ شوي ځانمرگي بريداؤ دډزو پيښه کې ددوؤ لوړپوړو پوځي افسرانو په گډون څلور پوځيان اؤ درې عام وگړي وژل شوي اؤ دوه پوځيان ژوبل شوي دي.
دپاکستان دپوځ مطبوعاتي څانگه( ائي ايس پي ار) وائي دپينډۍ دفتح جنگ اؤ ترنول سيمې ترمينځ دپاکستاني پوځيانو يو گاډى هاغه وخت په نخښه کړل شو کله چې دغه گاډى په سړک تيريدو اؤ ځان وژونکي يې مخې ته ځان پسي تړلي بارودي مواد والوځول.
ائي ايس پي ار په دغه پيښه کې ددوؤ لوړپوړو پوځي افسرانو کرنل ظاهر شاه اؤ کرنل راشد ترڅنگ ددريوؤ لاروؤ دوژنې پخلى کړى دى.
وئيل کيږي په دغه پوځي گاډي کې دپاکستان داستخباراتي ادارې لوړپوړي افسران اؤ پوځيان ناست وؤ.
دځان وژونکي بريد څخه وروستو امنيتي ځواکونو ټوله سيمه په گيره کې اخستې اؤ دلټونې عمليات يې پيل کړي دي.
تر دې مهاله ددغه بريد پړه چا په غاړه نۀ ده اخستې ، خو له دې وړاندې چې په پاکستان کې په امنيتي عسکرو څومره بريدونه هم شوي دپاکستاني طالبانو تحريک دهغې ذمه واري قبوله کړې ده.
دپاکستان دحکومت اؤ طالبانو ترمينځ دمذاکرتودپيل شوې لړۍ داودريدو راپديخوا دپاکستان په پوځ يوځل بيا دبريدونو لړۍ چټک شوې ده.
په پينډۍ کې دپوځ دغه لوړپوړي پوځي افسران وروستو له هغې په نخښه کړل شوي چې تيره اوونۍ پاکستاني پوځ په شمالي وزيرستان کې دتندلارو په ځالو ترسره شوؤ بريدونو کې د٨٠ؤ جنگيالو دوژنې دعوه کړې وه.
بل لوري ته دپاکستان اؤ افغانستان په گډه پوله دباجوړقبائيلي سيمه کې دامنيتي ځواکونو په يوه پوسته دتندلارو لخوا ترسره شوي بريد کې دوه پاکستاني پوځيان وژل شوي اؤ درې نور ژوبل دي.
سرچينې وائي په پاکستاني پوځيانو دغه بريد دافغانستان دپولې څخه ورغلو تندلارو کړى دى.
ائي ايس پي ار په دغه پيښه کې هم ددوؤ پوځيانو دوژنې اؤ دريوؤ نورو دژوبل کيدو پخلى کړى دى اؤ وائي بريد په منگو ځنگل اؤ مکاها امنيتي پوسته شوى دى.
دپاکستان اؤ افغانستان ترمينځ دتيرې يوې مياشتې راهسې په گډه پوله ددواړو هيوادونو دپوځونو ترمينځ دډزو له امله تاؤتريخوالى رامينځته شوى دى.
دافغانستان صدر حامد کرزي تيره اوونۍ دپاکستان وزيراعظم ميا نواز شريف سره په ټيليفوني تماس کې دهغه څخه غوښتي وؤ چې بايد دپاکستان لخوا دافغانستان په خاوره دگولو ورولو مخه ونيول شي.
دافغانستان حکومت ددغه تاؤتريخوالي په تناظر کې دپاکستان اؤ افغانستان ترمينځ اسلام اباد کې په روانه اوونۍ کې دکيدونکو امن مذاکراتو څخه دبائيکاټ اعلان هم کړى دى.
XS
SM
MD
LG