لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پيښور: په پوليسو ترسره شوؤ بريدونو کې درې عسکر وژل شوي دي


دپيښور دپوليسو يو لوړپوړي افسر محمدفيصل وائس اف امريکا ډيوه ريډيو سره په خبرو کې وويل دپيښور پوليس دخپلو سرونو په قربانو ورکولو دخپل اولس دسرومال حفاظت ته چمتو ولاړ دي
دپيښور دپوليسو يو لوړپوړي افسر محمدفيصل وائس اف امريکا ډيوه ريډيو سره په خبرو کې وويل دپيښور پوليس دخپلو سرونو په قربانو ورکولو دخپل اولس دسرومال حفاظت ته چمتو ولاړ دي

دخيبرپښتونخوا په سرښار پيښور کې دوسله والو لخوا شوؤ بريدونو کې ددوؤ پوليسو په گډون درې کسان وژل شوي اؤ دوه نور ژوبل شوي دي.

دخيبرپښتونخوا په سرښار پيښور کې دوسله والو لخوا شوؤ بريدونو کې ددوؤ پوليسو په گډون درې کسان وژل شوي اؤ دوه نور ژوبل شوي دي.
دپيښور دحيات اباد دتاتاره پوليس تاڼې په يوه امنيتي پوسته دگل اؤ نهې په مينځ شپه کې په موټر سائيکل سورو نامعلومو وسله والو په پوليسو ډزې کړي چې له امله يې دپوليسو يو عسکر ماجد وژل شوى اؤ دبهادر په نوم بل عسکر ژوبل دى.
همدغه راز دنهې په ورځ دپيښور ښار په گورنمنټ سټي هسپتال کې په ډيوټۍ ولاړ پوليس سپاهي محمد علي هم دډزو په يوه پيښه کې خپل ژوند دلاسه ورکړى دى.
دبالا ماڼۍ دپوليس تاڼې دمحرر له مخې سپاهي محمدعلي دهسپتال په دروازه پهره ورکولو چې په دغه مهال نامعلوم وسله وال هسپتال ته ورغلل اؤ دهسپتال په يو اردلي يې ناتاره ډزې پيل کړې.
پوليس وائي کله چې سپاهي محمدعلي د بريدکوونکو دمخنيوي هڅه وکړه نو وسله والو په هغه هم ډزې وکړې.
په دغه پيښه کې دپوليس عسکر محمدعلي ترڅنگ دهسپتال يو سيکورټي گارډ هم وژل شوى دى.
پوليس دغه پيښه دهسپتال دملازم شخصي دښمني گرځولې اؤ وائي دپيښې په تور دوژل شوي سيکورټي گارډ رور ددريوؤ کسانو ظهور احمد،اعجاز اؤ ښائسته خان خلاف دعوه داري کړې ده.
په پيښور کې له دې وړاندې هم وخت په وخت دوسله والو لخوا په پوليسو ځانمرگي ، بمي چاؤدنې اؤ ډزې شوي چې پکې تر دې مهاله په سوونو عسکرو خپل ژوند دلاسه ورکړى دى.
دپيښور دپوليسو يو لوړپوړي افسر محمدفيصل وائس اف امريکا ډيوه ريډيو سره په خبرو کې وويل دپيښور پوليس دخپلو سرونو په قربانو ورکولو دخپل اولس دسرومال حفاظت ته چمتو ولاړ دي اؤ پوليس چې په موجوده صورتحال کې څومره قربانۍ ورکوي هغه دتاريخ يو زرين باب دى.
دغه پوليس چارواکي وويل دورانکارۍ دپيښو باوجود دپوليس مورال اوچت دى اؤ پوره په ايماندارۍ سره خپل فرائض سرته رسوي.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG