لاس رسیدونکی لینک

باجوړ : نښتو کې يو عسکر اؤ ١٤ جنگيالي وژل شوي


سرچينې وائي دتندلارو ددغه حملې وروستو امنيتي ځواکونو په ځوابي عملياتو کې ١٤ تندلاري هم وژلي اؤ په دغو عملياتو کې ورته دگن شپ هيلي کاپټرو ملاتړ هم ترلاسه ؤ
دافغانستان پولې ته نزدې دپاکستان په قبائيلي سيمه باجوړ ايجنسۍ کې دخالي په ورځ دپوځ اؤ جنگيالو ترمينځ ترسره شوؤ نښتو کې يو عسکر اؤ ١٤ تندلاري وژل شوي دي.
پوځي سرچينې وائي چې دخالي په سحر دپولې پورې غاړې څخه په گڼ شمير کې جنگيالوپه پاک افغان پوله موقعيت لرونکې دپاکستاني پوځ په يوه پوسته حمله وکړه چې پکې يو عسکر ووژل شواؤ دوه نور ژوبل شول.
سرچينې وائي دتندلارو ددغه حملې وروستو امنيتي ځواکونو په ځوابي عملياتو کې ١٤ تندلاري هم وژلي اؤ په دغو عملياتو کې ورته دگن شپ هيلي کاپټرو ملاتړ هم ترلاسه ؤ، په دغه کارروايۍ کې دگڼ شمير تندلارو دژوبل کيدو اطلاعات هم ترلاسه شوي دي.
پاکستاني طالبانو سږکال دمارچ په لمړۍ نيټه حکومت سره ديوې مياشتې لپاره داوربند اعلان کړى ؤ اؤ بيا يې د لسو ورځو دپراختيا وروستو په حکومت مذاکراتو کې دغيرسنجيدگۍ دتور لگولو سره اوربند ختم کړى ؤ ، خو ددې ترڅنگ يې وئيلي وؤ چې دمذاکراتو لارې به پرانستې وي.
ددې په ځواب کې دپاکستان حکومت دريځ لري چې دجنگ بندۍ پرته دمذاکراتو عمل مخ په وړاندې تلل گران دي.
تيره اوونۍ دپاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دپوځ له لوري فضائي حملو کې د٨٠ؤ تندلارو دوژلو څخه راپديخوا دپاکستان په بيلا بيلو قبائيلي سيمو کې په امنيتي ځواکونو حملو اؤ دجنگيالو اؤ امنيتي ځواکونو ترمينځ نښتو کې چټکتيا راغلې ده.
دپاکستان دکورنو چارو وزير چوهدي نثارعلي خان تيره ورځ ميډيا ته وئيلي وؤ چې په شمالي وزيرستان کې دغه فضائي حملې دباقاعده عملياتو اغاز نۀ بلکې دردعمل دتگلارې برخه وه.
پرون دشمالي وزيرستان دحافظ گل بهادر ډلې دپوځ اؤ هغوي ترمينځ دممکنه نښتو په تناظر کې په خلکو محفوظو سيمو ته دکډو کولو غږ کړى ؤ اؤ څو ورځې دمخه دخالد محسود( خان سيد سجنا) په مشرۍ دمحسود قبيلې طالبانو دغيرقانوني گرځول شوې تندروه ډلې تحريک طالبان پاکستان څخه دبيليدو اعلان کړى ؤ.
XS
SM
MD
LG