لاس رسیدونکی لینک

نواز شريف وائي دبهرني تيري څخه دځان ژغورنې کوټلى توان لرو


" بايدپه دې موقع ووايم چې زمونږ ايټمي توان دچا لپاره دانديښنې نکته نۀ وي ځکه چې دا دپرامنه مقصد اؤ زمونږ دخلکو دخيرښيگړې لپاره دى. "
دپاکستان وزيراعظم ميا نواز شريف وئيلي دي چې پاکستان دکوم ممکنه بهرني جارحيت په ضد دځان ددفاع کوټلى توان لري اؤ ايټمي وسلې يې په محفوظو لاسونو کې دي.
لاهور کې ديوم تکبير په موقع وينا کې وزيراعظم نواز شريف وويل چې نواز شريف وويل دهيواد نيوکلئير اثاثې په محفوظونو لاسونو کې دي اؤ زياته يې کړه چې دغه اثاثې دپرامنه مقصدونو لپاره دي.
نواز شريف وويل ايټمي وسلې دهيواد دسلامتۍ ضمانت دى.
وزيراعظم وئيلي " بايدپه دې موقع ووايم چې زمونږ ايټمي توان دچا لپاره دانديښنې نکته نۀ وي ځکه چې دا دپرامنه مقصد اؤ زمونږ دخلکو دخيرښيگړې لپاره دى. "
نواز شريف وويل هيواد څخه دترهه گرۍ اؤ تندلاريتوب ختمولو لپاره کوټلي گامونه اخستى شي.
هغه وويل په يو ايټمي هيواد کې جهالت،تيارې اؤ بې روزگاري نۀ وي اؤ ژمنه يې څرگنده کړه چې هيواد څخه به بې روزگاري ختمولى شي، دې لړکې دچين په مرستې سره په گڼ شمير منصوبو هيواد کې کار روان دى.
وزيراعظم هندوستان ته خپل اوسنى سفر کامياب وبللو اؤ وې وئيل چې دټولو گاونډي هيوادونو سره ښې اړيکې غواړي.
دهندوستان دنوي ټاکل شوي وزيراعظم نريندرمودي دسوگند اخستو په دستوره کې دبرخې اخستو لپاره نواز شريف دگل په ورځ په دوه ورځني سفر هندوستان ته ورغلى ؤ اؤ دغلته يې وئيلي وؤ بايد تربگنئ په همکارۍ کې بدل کړل شي.
خو نوي ډيلي په اسلام اباد غږ کړى چې داړيکو ښو کولو لپاره بايد خپله خاوره دهند په ضد ونۀ کاروي اؤ ددې ترڅنگ دممبئ حملو کې دککړو کسانو محاسبه تُنده کړي.
XS
SM
MD
LG