لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هرات :دامريکائي قونصل خانې په گاډي حمله،دوه امريکايان ژوبل


دامريکائي سفارت خانې وينا ده چې حمله کې دمعمولي ژوبل شوؤ دغو امريکايانو علاج دهرات ښار په يو روغتون کې روان دى.
دامريکائي سفارت خانې وينا ده چې حمله کې دمعمولي ژوبل شوؤ دغو امريکايانو علاج دهرات ښار په يو روغتون کې روان دى.
په کابل کې دامريکا سفارت خانه وائي دشورو په ورځ دافغانستان په لويديز ښار هرات کې دامريکائي قونصل خانې په گاډي حمله شوې چې پکې دوه امريکايان ژوبل شوي دي.
دامريکائي سفارت خانې وينا ده چې حمله کې دمعمولي ژوبل شوؤ دغو امريکايانو علاج دهرات ښار په يو روغتون کې روان دى.
سفارت خانه وائي چې دامريکا حکومت په دغه پيښه کې دککړو کسانو دقانون منگولو ته دراکش کولو لپاره افغان حکومت سره په شريکه کار کوي.
افغانستان کې دامريکائي قونصل خانې په گاډي دغه حمله په داسې حال کې شوې چې تيره اوونۍ هم څلورو وسله والو په هرات کې دهندوستان په قونصل خانه دحملې هڅه کړې وه، په دغه پيښه کې دوه وسله وال وژل شوي وؤ خو پکې بل چاته مرگ ژوبله اؤ دقونصل خانۍ ودانۍ ته زيان نۀ ؤ رسيدلى.
دغه وروستۍ حمله يوه ورځ وروستو له هغې شوې چې دامريکا صدر براک اوباما اعلان وکړو که افغان حکومت دامنيت په يو تړون لاسليک وکړي نو هغه په افغانستان کې کال ٢٠١٥م کې دنهو زرو اؤ اتوؤ سوؤ پوځيانو دپاتې کولو پلان لري.
واشنگټن اؤ ائتلافي ناټو به يې دسږکال تر اخره افغانستان کې جنگي عمليات اودروي.
ټاکل شوې ده افغانستان کې به راتلونکي کال دصدارتي ټولټاکنو دوهم پړاؤ ترسره کيږي چې پکې به دافغانستان راتلونکى صدر ټاکل کيږي اؤ صدر اوباما وئيلي دي چې دافغانستان دواړو صدارتي کانديدانو دسلامتۍ په تړون دلاسليک کولو اشاره ورکړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG