لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دهند لخوا ښو اړيکو لپاره په نواز شريف دترهه گرۍ دمخنيوي غږ


د هندوستان د بهرنو چارو سکتره وايي هندي وزيراعظم سره د نوازشريف دليدنې په مهال نريندر مودي دپاکستان د سفر بلنه قبوله کړې ده خو ددغې سفر نيټه به وروستو ټاکل کيږي.
د هندوستان د بهرنو چارو سکتره وايي هندي وزيراعظم سره د نوازشريف دليدنې په مهال نريندر مودي دپاکستان د سفر بلنه قبوله کړې ده خو ددغې سفر نيټه به وروستو ټاکل کيږي.
دپاکستان وزيراعظم ميا نواز شريف دنهې په ورځ د خپل هندي سيال نريندر مودي سره د لمړۍ رسمي ليدنې وروستو وئيلي دي دواړو هيوادونو ته د تاؤ تريخوالي څخه تيريدل اؤ د اړيکو د پياوړتيا دپاره خپلو کې همکارۍ ته وده ورکول پکار دي.
خو هندوستان وايي د اړيکو غوره کولو دپاره ترهه گري اؤ تشدد ختميدل پکار دي.
د هندوستان د بهرنو چارو سکتره وايي هندي وزيراعظم سره د نوازشريف دليدنې په مهال نريندر مودي دپاکستان د سفر بلنه قبوله کړې ده خو ددغې سفر نيټه به وروستو ټاکل کيږي.
په نوي ډيلي کې يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال نواز شريف وويل دې لوري ته يې دوړاندې څخه پام راگرځولى چې هغوي دواړو (نواز شريف اؤمودي) دخپلو قامونو څخه واضحه مينډيټ ترلاسه کړى اؤ دا د دواړو هيوادونو د يونيم بلينو خلکو داميدونو پوره کولو يوه موقع په لاس ورکوي څوک چې غواړي "مونږ" دې داولس دخيرښيگړې لوري ته پام وگرځوؤ.
نواز شريف وويل خپل هندي سيال سره يې يې په تود اؤ دوستانه ماحول کې يې خبرې اترې کړي دي.
خو له دې وړاندې دهندوستان ميډيا راپورونه خپارۀ کړي وؤ چې په دغه ليدنه کې د هند نوي ټاکل شوي وزيراعظم نريندر مودي پاکستان کې د ممبۍ د بريدونو د چليدونکي کيس په اړوند د تحفظاتو څرگندونه کړې اؤ نوازشريف ته يې وئيلي بايد پاکستان هاغو مجرمانو سره نرمي ونۀ کړي چې د ممبۍ ترهگريزو بريدونو کې ککړ دي.
ځينو مطبوعاتو داسې خبرونه هم خپارۀ کړي چې په دغه ليدنه کې هندي وزيراعظم د پاکستاني سيال څخه د افغانستان د طالبانو د مشر ملا عمر د ټيکانې په اړوند هم پوښتنه کړې ده خو کومې دولتي سرچينې دغه دعوه نه ده تصديق کړې .
نريندرمودي سره دليدنې په اړه نوازشريف د خپل پريس کانفرنس په مهال وويل "زمونږ عمومي ايجنډا دامن اؤ سلامتۍ څخه پرته ممکن نۀ ده، نتيجتاً دا زمونږ لپاره مهمه ده چې په شريکه کار وکړو، راځئ چې محاذارائي په همکارۍ کې بدله کړو،زمونږ حکومت دهمکارۍ دجذبې لپاره تيار دى"
نواز شريف وويل صدر پرناب مکهرجي سره يې دخيالاتو دوستانه تبادله کړې ده.
نواز شريف وويل دواړو هيوادونو ته به دتير وخت تاؤتريخوالى هيرول وي ځکه چې يو نيم ارب اولس په امن سره ژوند تيرول غواړي.
ښاغلي شريف وويل " زۀ دا تاريخي ښار ددې مضبوط احساس سره پريږدم چې زمونږ ددواړو هيوادونو خلک به دامن اؤ همکارۍ لپاره په گډه کار وکړي، ددواړو هيوادونو خارجه سکتران به ډير زر ليدنه وکړي"
له دې وړاندې دهندوستان خارجه سکترې سوجاتها وويل مودي (دليدنې په مهال) دپولې دپورې غاړې دترهه گرۍ معامله راپورته کړې اؤ د دممبئ حملو دتُندې مقدمې غوښتنه يې وکړه.
هغې دا هم وئيلي چې مودي پاکستان ته دسفر په اړه دنواز شريف بلنه منلې ده اؤ زياته يې کړه چې دسارک ټولو مشرانو مودي ته دسفر بلنه ورکړې کومه چې هغه منلې خوددې لپاره به نيټو ته وروستو غوڅ شکل ورکولى شي.
هغې وويل ليدنه کې په واهگه اټاري پوله دتجارت په سيوا کولو خبره شوې اؤ ددواړو هيوادونو خارجه سکتران به ليدنه هم کوي.
. دروايتي رقيبو هيوادونو هندوستان اؤ پاکستان وزيراعظمانو په نوي ډيلي کې پخپل مينځ کې داړيکو دښه کولو په غرض مخ په مخ ليدنه کړې ده.
په نوي ډيلي کې ددغه ليدنې څخه دمخه دواړو مشرانو په داسې حال کې يو بل سره جوړتازه کړي وؤ چې په مخونو يې خندا ليدل کيده،
دهند نوي ټاکل شوي وزيراعظم نريندر مودي تيره اوونۍ دتوقعاتو برعکس پاکستاني وزيراعظم نواز شريف ته دخپل سوگند پورته کولو په دستوره کې دگډون بلنه ورکړې وه اؤدا لمړى ځل دى چې کوم پاکستاني مشر په دغه شان دستوره کې گډون کړى دى.
دسري لنکا، افغانستان،مالديپ،بهوټان اؤ نيپال مشرانو هم دغه دستوره کې گډون کړى ؤ اؤ ټاکل شوې هغوي به هم دمودي سره ليدنې وکړي.
په ايټمي وسلو دسمبالولو گاونډي هيوادونو دپاکستان اؤ هندوستان ترمينځ اړيکې په ٢٠٠٨م کې دهندوستان په ممبۍ ښار کې دشوؤ ترهه گريزو حملو وروستو زياتې خرابې شوې وې،په دغو حملو کې ١٦٦ کسان وژل شوي وؤ.
ددغو حملو ذمه واري په پاکستانۍ تندروه ډلې لشکرطيبې اچول شوې وه،ددغو حملو يواځيني ژوندي پاتې شوي بريدکوونکي اجمل قصاب دپلټنو په مهال وروستو منلې وه چې دغه حملې دپاکستان په ملاتړ ترسره شوې وې، خو پاکستان دغه تورونه ردوي.
هندوستان ته دپاکستاني وزيراعظم دسفر په اړه پاکستان کې رايې ويشل شوې،ځينې څيړونکي دنواز شريف دغه سفر ته ددواړو هيوادونو ترمينځ داړيکو دښه کولو په نظر گوري ، خو بيا يو شمير دا هم وائي چې دهند پخواني وزيراعظم منموهن سنگهـ دخپل اقتدار په لس کلنه موده کې دپاکستان دغه شان بلنې نۀ دي منلي نو بايد پاکستان هم هند ته سر نۀ وى ټيټ کړى.
د هندوستان د سفر په مهال پاکستاني وزيراعظم ميا نواز شريف يو هندي ټي وي سره خبرو کې وئيلي دي هغه هندوستان سره اړيکې دهاغه ځايې څخه مخ په وړاندې بوتلل غواړي چرته چې په ١٩٩٩ء کې ماتې شوې وې.
په ١٩٩٩ء کې پاکستان کې دنواز شريف اؤ هندوستان کې داټل بهاري واجپائي دحکومت دور ؤ اؤ په دغه مهال د اړيکو ښه کولو دپاره د هند د هاغه وخت وزيراعظم اټل بهاري لال واجپايي نۀ يواځې پخپله د پاکستان دوره کړې وه بلکې د لوړې کچې مذاکرات هم دواړو خواؤ پيل کړي وؤ .
نواز شريف دا هم وئيلي چې بايد ديو بل په ضد انديښنې، بې باوري اؤ شکونه له مينځه يوړل شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG