لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سوات : سيند ته دگاډي غورځيدو پيښه کې ۱۶کسان مړۀ شوي


پيښه کې ۱۶ کسان مړۀ شوي اؤ ۷ ژوبل شوي اؤ په مړو شوؤ کې ١٠ ماشومان، پينځه ښځې اؤ يو سړى شامل دي.
پيښه کې ۱۶ کسان مړۀ شوي اؤ ۷ ژوبل شوي اؤ په مړو شوؤ کې ١٠ ماشومان، پينځه ښځې اؤ يو سړى شامل دي.
دپاکستان دخيبرپښتونخوا دسوات ضلعې دسيلگرۍ په مقام کالام کې د يو ټرک سيند ته دغورځيدو له امله د درې کورنو ۱۶ کسان مړۀ شوي اؤ ۷ نور ژوبل شوي دي .
د کالام تهاڼې اېس ايچ او شکيل خان د پېښې په اړه وائس اف امريکا ډيوه ريډيو سره خبرو کې ووئيل دغه ټرک چې پکې د درې کورنو کډې سورې وې ، د پنجاب صوبې نه د خپلې علاقې کالام اتروړ ته روان ؤ ، او د شپې ناوخته په پشمال سيمه کې سيند ته خوئيدلی دی .
د شکيل په وينا پېښه کې ۱۶ کسان مړه شوي چې پکې ۱۰ ماشومان او پينځه زنانې شاملي دي . د نوموړي په خبره ۷ ژوبل کسان روغتون ته رسول شوي ، او پينځه کسان روغ پاتې شوي دي .
د کالام تهاڼې د ايس ايچ او په وينا ټرک کې سورې درې واړه کډې د پنجاب صوبې د گجرات نه خپلې علاقې ته بيرته راتلې ، چې د پېښې ښکار شوي دي . نوموړي د پيښې علت دسړک خراب حالت ښودلی دى .
د سوات د کالام او نورو غرئيزو علاقو نه د ژمي په موسم کې ځايي خلک پنجاب او نورو تودو علاقو ته سره د خپلو څاروؤ کډې کوي ، او بيا د گرمۍ په موسم کې بيرته خپلو علاقو ته راستيږي .
په تيرو وختونو کې هم دپاکستان په بيلا بيلو سيمو کې دسړکونو دخراب حالت اؤ يا د ډرائيونگ په مهال دغفلت په نتيجه کې دغه شان پيښې رامينځته شوي دي.
ديوې اندازې ترمخه پاکستان کې هرکال د١٦ؤ زرو څخه زيات کسان دسړک پيښو کې خپل ژوند دلاسه ورکوي.

Recommended

XS
SM
MD
LG