لاس رسیدونکی لینک

مومند ايجنسي : بمي چاؤدنه کې شپږ عسکر وژل شوي،دوه ژوبل


سيمه کې دتندلارو لخوا ديو سکول په بارودو دالوځولو وروستو امنيتي ځواکونو په سيمه کې دلټونې کارروائي ترسره کوله چې گاډى يې په سړک دښخ کړل شوي بم سره ټکر شو.
دخالي په ورځ دپاکستان په قبائيلي سيمه مومند ايجنسۍ کې دامنيتي ځواکونو په گاډي دترسره شوې يوې بمي چاؤدنې له امله شپږ عسکر وژل شوي اؤ دوه نور ژوبل شوي دي.
دپوځ ترمخه دمومند ايجنسۍ د پنډيالۍ تحصيل شاتي سيمه کې دامنيتي ځواکونو يو کاروان دسړک په غاړه دښخ کړل شوي بم په ذريعه په نخښه کړل شوى دى.
سيمه کې دتندلارو لخوا ديو سکول په بارودو دالوځولو وروستو امنيتي ځواکونو په سيمه کې دلټونې کارروائي ترسره کوله چې گاډى يې په سړک دښخ کړل شوي بم سره ټکر شو.
پيښه کې شپږ عسکر وژل شوي اؤ دوه ژوبل اؤ ژوبل عسکر دعلاج لپاره هسپتال ته رسول شوي دي.
دچاؤدنې وروستو امنيتي ځواکونو ټوله سيمه پخپله گيره کې اخستې اؤ دلټونې عمليات يې پيل کړي.
ددغه پيښې ذمه واري تر دې دمه چا په غاړه نۀ ده اخستې خو پاکستاني طالبانو له دې وړاندې په امنيتي ځواکونو حملې ترسره کړي اؤ تيره اوونۍ هم مومند ايجنسۍ کې دامنيتي ځواکونو په يو کاروان دبريد هڅه شوې وه.
مومندايجنسۍ کې دبمي چاؤدنې له امله دغه څلور عسکر په داسې حال کې وژل شوي چې دپاکستان پلازمينه اسلام اباد کې هم ددوؤ چاؤدنو په نتيجه کې يو تن وژل شوى اؤ بل ژوبل شوى دى.
دهيواد په بيلا بيلو سيمو کې دبمي چاؤدنو دغه لړۍ وروستو له هغې پيل شوه چې دتيرو دريوؤ ورځو په مهال قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دجيټ الوتکو اؤ گن شپ هيلي کاپټرو څخه دتندلارو په شکمنو مرکزونو فضائي حملو اؤ دپوځ اؤ جنگيالو ترمينځ نښتو کې نزدې ٨٠ کسان ووژل شول.
XS
SM
MD
LG