لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان : وسله والو دسکول د استاذ په گډون شپږ کسان وژلي


 دغه شپږ کسان هاغه مهال ووژل شول کله چې وسله وال په سيمه کې دماسټر حميد په نوم دسکول داستاذ کور ته وردننه شول اؤ ناتاره ډزې يې پيل کړې.
دغه شپږ کسان هاغه مهال ووژل شول کله چې وسله وال په سيمه کې دماسټر حميد په نوم دسکول داستاذ کور ته وردننه شول اؤ ناتاره ډزې يې پيل کړې.
دشورو په ورځ دپاکستان دناقراره صوبې بلوچستان په تربت سيمه کې ديو سرکاري سکول داستاذ په گډون شپږ کسان وژل شوي دي.
دغه شپږ کسان هاغه مهال ووژل شول کله چې وسله وال په سيمه کې دماسټر حميد په نوم دسکول داستاذ کور ته وردننه شول اؤ ناتاره ډزې يې پيل کړې.
دتربت په دشت سيمه کې رامينځته شوې دډزو دغه پيښه کې ماسټر حميد، دهغه دوه اوښي اؤ درې نور رشته دار وژل شوي اؤ بريدکوونکي په تيښته کې بريالي شوي دي.
دغه پيښه په داسې حال کې رامينځته شوې چې په نزدې پنجگور سيمه کې ديوې تندروه ډلې تنظيم الاسلامي القران لخوا شخصي سکولونو ته ددړکې ليکونه ليږل شوي، په دغه ليکونو کې دړکه شوې وه چې په ځانگړې توگه جينکو ته د" لويديز تعليم" ورکوونکي سکولونه به په نخښه کولى شي، چې له دې وروستو دمئ په مياشت کې گڼ شمير سکولونه تړل شوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG