لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دجيو دلائسنسونو معطل کولو اؤ دفترونو تړلو غوښتنه


خبره تر دې حده لاړه چې د جيو په ضد مذهبي فتوې ورکړل شوې چې ددغه ټي وي خپرونې کتل په شرعي ډول جائز نه دي.
خبره تر دې حده لاړه چې د جيو په ضد مذهبي فتوې ورکړل شوې چې ددغه ټي وي خپرونې کتل په شرعي ډول جائز نه دي.
په پاکستان کې د مطبوعاتو د څارنې يا کنټرول ادارې پيمرا غیر حکومتي غړو د جیو ټیلې وژن د بندولو سپارښتنه کړې ده.
رپورټونه وايي د پیمرا غیر سرکاري غړو اسلام اباد کې غونډه وکړه او بیا يي مطبوعاتو سره خبرو اترو کې وویل جیو ټي وي د لائسنس یا اجازت نامې د منسوخولو سفارش يي کړی دی.
خو خپله جیو ټي وي د پیمرا د ترجمان په حواله ویلي دغه فیصله غیر سرکاري غړو په ذاتي کچه کړې ده او څه قانوني حيثیت نه لري.
دنهې په ورځ د پيمرا دپينځوؤ غړو د غونډې څخه وروستو مطبوعاتو ته د غونډې د احوال تيرولو په ترڅ کې د پيمرا غړو اسرارعباسي اؤ مياشمس وويل دپيمرا ننۍ غونډه ددې غرض دپاره شوې وه چې د جيونيوز په ضد کوم درخواستونه ترلاسه شوي دي په هغې بايد پريکړه وشي خو حکومتي غړو په دغه غونډه کې برخه وانۀ خسته ځکه نو غوڅه پريکړه د ٢٨م مئ غونډې ته پريښودل شوه
دپيمرا دغو غړو د پاکستان داستخباراتي ادارې ايي ايس ايي اؤ دهغې دمشرجنرال ظهيرالاسلام ستائنه وکړه چې د جيو په اړه يې قانوني لاره اختيار کړه اؤ خپل درخواست يې پيمرا ته ورکړو.
دپاکستان د شخصي ټيلي ويژن جيو نيوز اؤ ددغه هيواد د استخباراتي ادارې ايي ايس ايي ترمينځ وروستو له هغې شخړه راپورته شوې چې تيره مياشت دجيو نيوز د يو مقبول پروگرام کيپټل ټاک کوربه حامد مير باندې په کراچۍ کې يوه وژونکې حمله وشوه اؤغه پکې سخت ژوبل شو.
په حامد مير دشوې دغه حملې څخه وروستو د هْغۀ ورور ددغه بريد پړه په ايي ايس ايي واچوله اؤ وئ وئيل حامد مير ورته له حملې وړاندې وئيلي وؤ چې ايي ايس ايي ورته د مرگ گواښونه کړي دي.
حامد مير هم وروستو پخپلو څرگندونو کې په ډاگه کړه چې د بلوچستان څخه د بې درکه خلکو په هکله په پروگرام کولو ترې د ايي ايس ايي چارواکي خفه وؤ.
په ايي ايس ايي ددغه تور لگول کيدو وروستو په پاکستان کې يو شمير شخصي ټيلي ويژن چينلونه، ځينې مذهبي اؤ سياسي گوندونه چې د پخواني پاکستاني کرکټرعمران خان په مشرۍ پاکستان تحريک انصاف گوند پکې پسر کې دى د جيو خلاف ميدان ته راوتلي دي
دجيو اؤ ايي ايس ايي ترمينځ د حامد مير جگړه لا سرته رسيدلې نۀ وه چې تيره ورځ ددغه چينل په يو مارننگ شو کې د وړاندې کړل شوې قوالۍ وروستو يو ځل بيا ځينې مذهبي قوتونه ميدان ته راووتل اؤ په جيو ټي وي يې د اهل بيتو يا د پيغمبر اسلام د کورنۍ په غړو د سپکاوي تور ولگولو.
ددې ترڅنگ دجيو په ضد احتجاجي مظاهرې وشوې اؤ خبره تر دې حده لاړه چې د جيو په ضد مذهبي فتوې ورکړل شوې چې ددغه ټي وي خپرونې کتل په شرعي ډول جائز نه دي
د جيو ټي وي انتظاميې په نشرکړې متنازعه مذهبي قوالۍ ددغه مارننگ شو د ټول ټيم د معطل کولو ترڅنگ د ټول قام څخه په رسمي ډول بخښنه هم غوښتې اؤ موقف لري چې دغه عمل ترې په غيرشعوري ډول سرزد شوى.
خو په پاکستان کې ځينې هاغه مذهبي اؤ سياسي گوندونه چې په بيلابيلو وختونو کې پرې د ايي ايس ايي دپاره د کار کولو تورونه لگول شوي اوس هم د جيو ټي وي د نشرياتو بندؤلو دپاره احتجاجي مظاهرې کوي
دپاکستان په ميډيا، سوشل ميډيا فيس بک،ټوئټر اؤ نورو ويب پاڼو هم د جيو ټي وي په اړه تاودۀ بحثونه روان دي اؤ د جيو مخالفين کۀ چرته د جيو دنشرياتو بندولو غوښتنې کوي نو د جيو پلويان دريځ لري چې د جيو تنازعې په پاکستان کې دايي ايس ايي د تنخاخورو طبقو له مخه نقاب پورته کړى اؤ اوس دغه طبقات هڅه کوي چې د جيو خلاف په غږ پورته کولو خپلې تنخاگانې اؤ اخستونکي مراعات حلال کړي
په سوشل ميډيا د جيو په ضد د خپرو شوؤ مذهبي فتوؤ هم سخته غندنه روانه ده اؤ زياتره خلک په دې نظر دي چې دمذهب ټيکداران يو ځل بيا دخپلو بادارانو په وينا د مذهب نه چاړۀ جوړول اؤ په هغې د ميډيا مرۍ غوڅول غواړي
دپاکستان فيډرل يونين اف جرنلسټس مرکزي صدر افضل بټ وائس اف امريکا ډيوه راډيو سره خبرو کې هم د جيو په ضد د جاري کيدونکو مذهبي فتوؤ غندنه وکړه اؤ وئ وئيل څوک چې دغه مذهبي فتوې ورکوي هغوئ په اصل کې د بې وسه ، کمزورو اؤ بې اسرې صحافيانو وژنو اؤ هغوئ ته ضرر رسؤلو ته لاره هواروي.
ښاغلي بټ وويل کۀ ددغه مذهبي فتوؤ په اساس عام وگړي د جيو په ضد راپورته کيږي نو ددغه چينل مالک خو په دوبۍ کې محفوظ ناست دى ، ويره ده چې دمذهب په نوم په جذباتو کې راوستل کيدونکي خلک به خپله غصه د جيو ټي وي سره په تړلو هاغو غريبو اؤ بېگناه صحافيانو وباسي چې د لسو يا شلو زرو روپو مزدوران دي ، ټوله ورځ په فيلډ کې په سروغرمو، جنگونو اؤ اورونو کې خبرونو پيداکولو پسې لالهانده گرځي. هغه د مذهبي حلقو څخه غوښتنه وکړه چې ددغسې فتوؤ ورکولو نه ډډه وکړي
دپاکستان په ميډيا کې هم دا مهال زياتره ټي وي چينلې د جيو خلاف نشرياتو ته دين شوي دي اؤ دريځ لري چې جيو ټي وي د بهرنۍ ايجنډې په اساس د خپل هيواد سلامتيا اؤ د ادارو عزت په داؤ لگول غواړي خو په سوشل ميډيا د جيو پلويان د پاکستاني ميډيا دغه تورونه په سخته ردوي اؤ وايي دپاکستان نورې ټي وي چينلې په مقبوليت کې د جيو مقابله نۀ شي کولى ځکه نو اوس د جيو په ضد ددې مقصد دپاره دغسې زهر ژنه پروييگنډه کوي چې جيو له خپلو پښو وغورځوي اؤ جيو ته تلونکې گټه د هغوئ چينلې ځانته راماته کړي.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG