لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستاني پوځ دتندلارو لخوا گواښونه په ډاگه کړل


 وزيراعظم ميا نواز شريف وائي چې قومي سلامتي دهيواد دپاره بې کچه ارزښت لري ځکه نو په دې به هيڅ رقم سازباز ته غاړه کښينښودل شي.
وزيراعظم ميا نواز شريف وائي چې قومي سلامتي دهيواد دپاره بې کچه ارزښت لري ځکه نو په دې به هيڅ رقم سازباز ته غاړه کښينښودل شي.
په پاکستان کې دپوځي عملياتو مشر ميجر جنرل عامر رياض دنهې په ورځ دپاکستان وزيراعظم ،دپوځ سرلښکر اؤ نور چارواکي په قبائيلي سيمو کې دپټو تندلارو دفعاليتونو اؤ دهغوي دشکمنو ځالو څخه دپيښو گواښونو څخه خبر کړي دي.
وزيراعظم ميا نواز شريف وائي چې قومي سلامتي دهيواد دپاره بې کچه ارزښت لري ځکه نو په دې به هيڅ رقم سازباز ته غاړه کښينښودل شي.
په اسلام اباد کې دملي اؤ داخلي سلامتۍ په اړه داوچتې پايې ديوې غونډې مشرۍ کولو په مهال وزيراعظم نواز شريف وئيلي دي چې سيمه کې دامنيت وضعې سره دپاکستان ژور تعلق دى اؤ مونږ په دې ډاډه يو چې پياوړى اؤ باثباته افغانستان دپاکستان دامن ضمانت ورکوي.
دلوړې کچې په دغه غونډه کې دپوځ سرلښکر جنرال رحيل شريف هم برخه لرله اؤ هغه غونډې ته تيره ورځ دکابل دترسره کړي سفر په اړه احوال تير کړو.
دسرچينو په وينا پوځي سرلښکر وزيراعظم ته وويل چې دافغانستان قائمقام صدر يونس قانوني اؤ ددفاع وزير جنرال بسم الله خان اؤ دناټو کمانډرانو سره يې داړونده خوښۍ په بيلا بيلو چارو گټورې خبرې اترې کړي دي.
جنرال شريف وويل دکابل په سفر کې دافغانستان اؤ نيټو سره دې اتفاق ته رسيدلى دى چې دافغانستان دټولټاکنو په دوهم پړاؤ کې به دپاکستان اؤ افغانستان دگډې پولې امنيت نور هم پياوړى کولى اؤ ددواړو هيوادونو ترمينځ به تماسونه سيواکولى شي.
هغه وويل ددغه پريکړې مقصد دا دى چې ترڅو دافغان ټولټاکنو په دوهم پړاؤ کې څه رقم بده پيښه رامينځته نۀ شي.
سرچينې وائي په دغه غونډه کې دکورنو چارو وزير چوهدري نثارعلي خان هم دغونډې برخه والو ته دهيواد دننه دامنيت په وضعه اؤ طالبانو سره دجوړجاړي دخبرو په اړه احوال تير کړى دى.
دبهرنو چارو دپاره دوزيراعظم صلاح کار سرتاج عزيز دغونډې برخه وال دخارجه پاليسۍ په اړه دپيښو چيلنجونو څخه خبر کړي دي.
سرچينې وائي په دغه غونډه کې دپاکستان داستخباراتي شبکې ائي ايس ائي مشر ليفټننټ جنرل ظهيرالاسلام هم برخه لرله اؤ هغه حکومتي اؤ پوځي مشران دهيواد کورنۍ اؤ بهرنۍ سلامتۍ ته دپيښو گواښونو اؤ دهغې څخه دمقابلې په اړه تگلاره وړاندې کړله.
غونډې ته پخپله وينا کې وزيراعظم نواز شريف وويل حکومت يې په ټول اخلاص سره غواړي چې افغانستان کې دامن اؤ سولې جرړې مضبوطې شي ځکه چې افغانستان کې دامن پځايې کيدل پخپله دپاکستان په گټه دي.
سرچينې وائي وزيراعظم نواز شريف په دغه مهال کراچۍ کې دورانکارو په ضد دروانو عملياتو دلا چټک کولو غږ وکړو اؤ وې وئيل ورانکارو ته به اجازه ورنۀ کړل شي چې داولس سرومال ته زيان ورسوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG