لاس رسیدونکی لینک

بلوچستان : دتشدد پيښو کې څلور کسان وژل شوي


دليويزسرچينو په وينا دبلوچستان د جهلمگسي ضلعې په کوټ مگسي سيمه کې ددوؤ قبيلو ترمينځ نښته کې درې کسان وژل شوي دي.
دپاکستان دناقرارې صوبې بلوچستان په بيلا بيلو سيمو کې دنهې په ورځ دتشدد پيښو کې څلور کسان وژل شوي اؤ درې ژوبل شوى دى.
دليويزسرچينو په وينا دبلوچستان د جهلمگسي ضلعې په کوټ مگسي سيمه کې ددوؤ قبيلو ترمينځ نښته کې درې کسان وژل شوي دي.
سرچينې وائي ددغو دواړو قبيلو ترمينځ دزياتې مودې راهسې سيمه کې دځمکې پسر دښمني راروانه وه.
په سيمه کې تر څو ساعتو دلسگونو مخالفو وسله والو ترمينځ روانه دغه نښته کې دوه کسان ژوبل شوي هم دي، دواړو خواؤ ديو بل په ضد درنې وسلې استعمال کړي.
دپيښې وروستو سيمې ته په گڼ شمير کې امدادي ډلې رسيدلي اؤ ژوبل کسان يې دعلاج لپاره يو نزدې هسپتال ته رسولي.
په عين حال کې دبلوچستان په سوئي ډيره بگټي سړک ديوې چاؤدنې له امله يو تن وژل شوى اؤ يو بل ژوبل شوى دى.
XS
SM
MD
LG