لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دنجم سيټهي تعيناتي کالعدم،ذکااشرف يوځل بيا دپي سي بي چئيرمين


Zaka Ashraf, Chief of Pakistan Cricket Board gives details of upcoming Pakistan-Indian cricket series to reporters, in Lahore, Pakistan, July 16, 2012.
Zaka Ashraf, Chief of Pakistan Cricket Board gives details of upcoming Pakistan-Indian cricket series to reporters, in Lahore, Pakistan, July 16, 2012.
دخالي په ورځ داسلام اباد هائيکورټ ذکااشرف دپاکستان کرکټ بورډ(پي سي بي) دچئيرمين په توگه بحال کړى دى اؤ دنجم سيټهي تعيناتي يې غيرقانوني گرځولې ده.
دعدالتي پريکړې ترمخه دنجم سيټهي په دور کې ٣٨ برطرف کړل شوي ملازمان هم بحال کړل شوي دي.
دنجم سيټهي دبورډ دموقتي چئيرمين په توگه دتعيناتۍ په اړه دکيس اوريدنه جسټس نورالحق قريشي کړې ده.
دپخواني چيف سليکټر محمد الياس له لوري جمع کړل شوي درخواست کې هغه دخپل ځان اؤ دپي سي بي دگورننگ باډۍ لرې کول چيلنج کړي وؤ.
نجم سيټهي هغه په ١٣مه فرورۍ دچيف سليکټر په توگه دتعيناتۍ د٢٦ؤ ورځو وروستو لرې کړى ؤ.
له دې وړاندې وزيراعظم نواز شريف دپاکستان کرکټ بورډ چئيرمين ذکا اشرف دخپلې عهدې څخه برطرف کړى ؤ اؤ بورډ يې مات کړى ؤ.
دبورډ دچارو چلولو لپاره يوه عبوري کميټي جوړه کړل شوې وه چې مشر يې نجم سيټهي ټاکل شوى ؤ.
هائيکورټ پخپله فيصله کې په ١٠مه فرورۍ جاري شوى هاغه نوټيفيکيشن هم کالعدم گرځولى چې ترمخه يې نجم سيټي دپي سي بي چئيرمين مقرر کړل شوى ؤ.
بل لوري ته دپي سي بي دچئيرمين په عهده دبحالۍ وروستو ذکا اشرف دگل دورځې څخه دپي سي بي هيډکوارټر ته دتللو په ترڅ کې دخپلو ذمه وارو دسمبالولو اعلان کړى دى
داسلام اباد هائيکورټ دپريکړې وروستو پخپل يو بيان کې ذکااشرف وئيلي دي چې "پخپله بحالۍ دالله تعالي اؤ عدليې مننه کووم" اؤ زياته کړې يې ده چې دعدالتي پريکړې سره کرکټ کې دجمهوريت گټه باوري شوې ده.
هغه وئيلي دي چې دکرکټ خدمت کول غواړي اؤ که دنجم سيټهي په دور کې کومه غلطه پريکړه شوي وي هغه به بدلوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG