لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډيلي ته په رسيدو دمودي تودهرکلى


 نريندر مودي په گوتو دگټې دنخښې جوړولو اؤ لاسونو په خوځولو سره دخلکو دهرکلي دنعرو ځواب ورکړو.
نريندر مودي په گوتو دگټې دنخښې جوړولو اؤ لاسونو په خوځولو سره دخلکو دهرکلي دنعرو ځواب ورکړو.
دهند په عامو انتخاباتو کې دبهارتيه جنتا گوند(بي جى پي) په واضحه اکثريت سره له گټې وروستو متوقع وزيراعظم نريندر مودي دخالي په ورځ دگجرات رياست څخه پلازمينې نوي ډيلي ته رسيدلى اؤ دغلته دهغه دهرکلي لپاره دزرگونو په شمير دهغه دگوند پلويان په هوائي اډه اؤ سړکونو په غاړو موجود دي.
نريندر مودي په گوتو دگټې دنخښې جوړولو اؤ لاسونو په خوځولو سره دخلکو دهرکلي دنعرو ځواب ورکړو.
هغه په نوي ډيلي کې دخپل گوند صدر دفتر ته ورغلى،چرته چې دحکومت سازۍ په اړه په بيلا بيلو معاملو غور روان دى.
هيله کيږي هندوستان کې به نوى حکومت راتلونکې اوونۍ کې اقتدار سمبالوي ، خو په دغه اړه دکومې غوڅې نيټې اعلان نۀ دى شوى.
دنوي ډيلي په مينځ کې موقعيت لرونکي دبهارتيه جنتا گوند مرکزي دفتر وداني په گلونو سره ښائسته کړل شوې.
دگوند دفتر ته په رسيدو په نريندر مودي دگلاب پاڼې وشيندل شوې ،په دغه موقع هغه وويل " گټې په خلکو کې يو نوى باور پيدا کړى،مونږ چې څه ترلاسه کړل دهغې سهرا دبي جى پي دلکونو کارکنانو پسر ده"
هغه وويل "گټه دمودي گټه نۀ ده ،بلکې دگوند دلکونو کارکوونکو گټه ده"
په ١٩٤٧ء کې دبرطانيې څخه ازادۍ ترلاسه کولو هند کې ترټولو دزياتې مودې واکمنۍ کوونکى کانگريس گوند د٢٠١٤م په انتخاباتو کې دسختې ناکامۍ سره مخ شوى.
دخالي په سحر دلوک سبها د٥٤٣ؤ څخه د٥٢١ؤ چوکو نتيجې مخې ته راغلې وې چې پکې بهارتيه جنتا گوند ٢٧٩ اؤ کانگريس ٤٣ چوکۍ ترلاسه کړي.
بل لوري ته دکانگري سره تعلق لرونکى وزيراعظم منموهن سنگهـ مستعفي شوى اؤ نريندر مودي ته سرکاري پروټوکول اؤ سيکورټي ورکړل شوې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG