لاس رسیدونکی لینک

پاکستان وايي بايد افغان طالبانو ته اقتدار کې د شاملولو وړانديز وکړل شي


" مونږ ته دبهر څخه هغوي ته دا وينا نۀ ده پکار چې څه ورته کول پکار دي اؤ څه نه"
پاکستان وئيلي افغانستان کې دامن د ټينگښت دپاره افغان طالبانو ته دځينو صوبو دگورنرۍ اؤ ځينو نورو ناټاکلو عهدو په ذريعه دطاقت دويش وړانديز پکار دى.
دقومي سلامتۍ لپاره دپاکستاني وزيراعظم صلاح کار سرتاج عزيز وئيلي دي چې دپاکستان پولو سره پيوست د افغانستان په سرحدي سيمو کې دافغان طالبانو کنټرول به دپاکستان په گټه نۀ وي ځکه چې دغسې کولو سره دا سيمې دپاکستاني طالبانو ياغيتوب لپاره خوندي ځالې جوړيدلى شي.
امريکايي ورځپاڼې وال سټريټ جرنل سره مرکه کې سرتاج عزيز وئيلي دي چې طالبانو ته د سيمو د سپارلو پځايې هغوئ ته په اقتدار کې د ورگډؤلو وړانديز ورکول پکار دى .
دسرتاج عزيز په ټکو" علاقه نۀ بلکې شراکت، تاسو ته به دهغوي لپاره دا گټور جوړول وي"
خو ښاغلي عزيز دا هم وئيلي بنيادي خبره دا ده چې " مونږ ته دبهر څخه هغوي ته دا وينا نۀ ده پکار چې څه ورته کول پکار دي اؤ څه نه"
دقومي سلامتۍ صلاح کار وئيلي دي چې "افغانان دخپل سرنوشت پخپله ټاکلو ته پريښودل پکار دي،يوځل چې هغوي خپلې ټولې ستونزې هوارې کړي، مونږ ټول په تجارت، بيارغونه اؤ پرمختيا کې مقابله کولى شو ، خو دطاقت په لوبو کې نۀ"
ورځپاڼې دلوړپوړو پاکستاني چارواکو له خُلې ليکلي چې دتيرې مياشتې دصدارتي ټولټاکنو په نتيجه کې ټاکل کيدونکى نوى افغان مشر به دصدر حامد کرزي دتلونکي حکومت په پرتله طالبانو سره دسنجيده امن خبرو شروع کولو ښې موقعې ولري.
دپاکستاني وزيراعظم نواز شريف دخارجه چارو صلاح کار طارق فاطمي وئيلي دي چې " کامياب انتخابات به دټولو دخيل اړخونو دپراخه ائتلاف په جوړولو کې دکابل لاس مضبوط کړي اؤ مونږ به دغسې غواړو"
هغه وئيلي دي چې " مونږ غواړو څوک چې هم اقتدار ته راشي بايد دافغان ټولنې ټولو برخو ته درسيدو جوگه وي "
فاطمي وويل دمستقبل په کومو خبرو کې به پاکستان " په ډرائيونگ سيټ " کې نۀ وي بلکې " مونږ به يواځې دملاتړ کوونکي کردار لوبوؤ"
دوال سټريټ جرنل ترمخه يوکال دمخه په اقتدار کې راغلى دپاکستان وزيراعظم نواز شريف هڅه کوي دکابل سره ښې اړيکې ولري اؤ بيا بيا يې په افغان چارو کې داسلام اباد دعدم مداخلت تگلاره باندې ټينگار کړى .
دطارق فاطمي په قول هغوي به داسې تگلاره خپلوي چې ترمخه به يې يوه ډله هم دخوښې نۀ وي ځکه چې په ممکنه ډول په تيرو وختونو کې دکومې تگلارې پيروي شوې هغه بې گټې بلکې دگټې پځايې زيانمنه ثابته شوې ده.
" هيله ده چې زمونږ دعدم مداخلت تگلاره به نور سيمه ييز هيوادونه هم خپله کړي،ترڅو په افغانستان کې نور باالواسطه جنگونه نۀ وي"
XS
SM
MD
LG