لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وزيراعظم دفاټا داوسيدونکو تگ راتگ لپاره دپوليو څاڅکي لازمي گرځولي


وزيراعظم دغه حکم په داسې حال کې کړى چې دروغتيا نړيوالې ادارې (ډبليو ايچ او) يوه اوونۍ دمخه دپوليو دڅاڅکو دنۀ څښونکو پاکستانيانو په ضد دسفر دبين المللي بنديزونو لگولو تجويز وړاندې کړى ؤ.
وزيراعظم دغه حکم په داسې حال کې کړى چې دروغتيا نړيوالې ادارې (ډبليو ايچ او) يوه اوونۍ دمخه دپوليو دڅاڅکو دنۀ څښونکو پاکستانيانو په ضد دسفر دبين المللي بنديزونو لگولو تجويز وړاندې کړى ؤ.
دپاکستان وزيراعظم ميا نواز شريف حکم کړى دى چې دقبائيلي سيمو څخه بندوبستي سيمو ته دتلونکو کسانو لپاره دې دپوليو قطرې څښل لازمي وگرځولى شي.
وزيراعظم دغه حکم په داسې حال کې کړى چې دروغتيا نړيوالې ادارې (ډبليو ايچ او) يوه اوونۍ دمخه دپوليو دڅاڅکو دنۀ څښونکو پاکستانيانو په ضد دسفر دبين المللي بنديزونو لگولو تجويز وړاندې کړى ؤ.
دپوليو دناروغتيا دخوريدو دمخنيوي لپاره په حکومت دکافي گامونو نۀ اخستو دتنقيد وروستو اوس وزيراعظم فيصله کړې ده چې دفاټا په پولو دسلامتۍ دباوري کولو لپاره به دپوځ څخه مرسته اخستى شي اؤ دقبائيلي سيمو څخه بندوبستي سيمو ته به يواځې دپوليو دڅاڅکو څښونکي کسان پريښودى شي.
دوزيراعظم هاؤس څخه دجاري شوي يو بيان ترمخه وزيراعظم دغه څرگندونې دزيارت په ورځ دپوليو دمخنيوي لپاره قومي رابطه کارې اؤ دقومي اسمبلۍ غړې عائشه رضا فاروق سره ديوې ليدنې په مهال کړي دي ، هغې وزيراعظم په وفاقي اؤ صوبائي کچو دکمپائن دکاميابولو لپاره داخستل شوؤ گامونو څخه خبر کړو.
وزيراعظم وويل خواهش لري پاکستان يو داسې هيواد جوړ شي چرته چې يو موروپلار هم خپل اولاد دپوليو له امله معذوره ونۀ ويني.
همدغه شان دوفاقي کابينې دغونډې په مهال وزيراعظم نواز شريف پاکستان دپوليو څخه دپاکولو لپاره په جنگي بنيادونو دکار کولو حکم کړى دى.
سرچينې وائي چې وزيراعظم دکابينې دغونډې په مهال دپوليو مهم په ضد دروانې پروپيگنډې دختمولو هدايت وکړو اؤ ددغو وائرسو دله مينځه وړلو لپاره يې دکيدونکو هڅه په شخصي توگه دڅارنې اعلان هم وکړو.
سرچينې وائي چې نواز شريف په دغه مهال دپوليو دکارکوونکو دامنيت اؤ تحفظ په هر قيمت دباوري کولو حکم وکړو اؤ ددپوليو دمهم په اړه يې دغلط فهمو اؤ افواه گانو دلرې کولو اراده هم څرگنده کړه.
سرچينې دا هم وائي چې دکابينې غونډه کې قبائيلي اؤ بندوبستي سيمو کې دپوليو دمخنيوي دموثره مهم چلولو لپاره دپوځ دخدماتو ترلاسه کولو اؤ دپوليو لپاره يې دنيشنل ټاسک فورس غونډې رابللو پريکړه هم وکړه.
سرچينې وائي چې وزيراعظم حکم وکړو دقبائيلي اؤ بندوبستي سيمو څخه دې يواځې هاغه خلک نورو ښارونو ته پريښودل شي چې دپوليو دمخنيوي څاڅکې يې څښلي وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG