لاس رسیدونکی لینک

افغانستان : صدارتي ټاکنو کې عبدالله په لمړي مقام،دوهم پړاؤ په ١٤م جون


کابل يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال يوسف نورستاني وويل چې دټولټاکنو دوهم پړاؤ به په ١٤م جون ترسره کيږي
دافغانستان دټولټاکنو دخپلواک کميسون ترمخه افغانستان کې دپنځم اپريل په ټولټاکنو کې دهيواد پخواني خارجه وزير عبدالله عبدالله په ٤٥ فيصده رائيو ترلاسه کولو سره په لمړي اؤ بل صدارتي کانديد اشرف غني احمدزي په دوهم مقام دى.
دخپلواک انتخابي کميشن دچئيرمين يوسف نورستاني وينا ده چې اشرف غني په دغو ټاکنو کې 31.6 فيصده رايې ترلاسه کړي دي.
دتيرې مياشتې دابتدائي نتيجو ترمخه عبدالله عبدالله 44.9 اؤ اشرف غني 31.5 فيصده رايې ترلاسه کړې وې.
کابل يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال يوسف نورستاني وويل چې دټولټاکنو دوهم پړاؤ به په ١٤م جون ترسره کيږي اؤ هيله يې څرگنده کړه چې ټول گوندونه به نتيجه ومني.
هغه وويل دصدارتي ټولټاکنو يو کانديد هم 50+1 رايې نۀ دي ترلاسه کړي چې ورسره ټاکنې دوهم پړاؤ ته وغځيدې.
هغه وويل چې ډاکټر عبدالله عبدالله اؤ ډاکتر اشرف غني احمدزي دشپږو نورو کانديدانو په مقابله کې زياتې رايې اخستي اؤ هم دغه دواړه به ددوهم پړاؤ ټاکنو کې مقابله کوي.
ښاغلي نورستاني دټاکنو په دوهم پړاؤ کې دبشپړ شفافيت ژمنه وکړه اؤ وې وئيل چې دټگۍ ټورۍ دمخنيوي لپاره به ټول ممکنه گامونه اخستى شي.
هغه وويل چې په پنځم اپريل ټول 6604546 ووټونه اچول شوي وؤ چې پکې ٦٤ فيصده سړو اؤ ٣٦ فيصده ښځو اچولي دي.
ددوهم پړاؤ نتيجه به په ٢مه جو لائي په ډاگه کولى شي، شکايتونه به په دريم اؤ څلورمه جولا ئي جمع کولى اؤ په ١٥مه جولا ئي به يې پريکړه کولى شي اؤ دغه شان به غوڅې نتيجې په ٢٢مه جولا ئي اعلانولى شي.
XS
SM
MD
LG