لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاک افغان سرحدي ځواکونو ترمينځ نښته کې يو افغان پوليس وژل شوى


ضياء دراني دعوه کړې ده چې پاکستاني عسکر دافغان ځواکونو په چيک پوسټونو گوله باري کوي.
ضياء دراني دعوه کړې ده چې پاکستاني عسکر دافغان ځواکونو په چيک پوسټونو گوله باري کوي.
افغان چارواکي وائي چې دپاکستان اؤ افغانستان دسرحد ساتونکو ځواکونو ترمينځ نښته کې يو افغان پوليس عسکر وژل شوى.
دافغانستان په قندهار ولايت کې دپوليسو يو وياند ضياء دراني وئيلي دي چې دافغانستان اؤ پاکستاني دسرحدي ځواکونو ترمينځ دقندهار په معروف اولسوالۍ کې نښته دزيارت په ورځ سحر مهال پيل شوې وه چې تر څو ساعتو روانه وه.
ضياء دراني دعوه کړې ده چې پاکستاني عسکر دافغان ځواکونو په چيک پوسټونو گوله باري کوي اؤ زياته کړې يې ده چې يو سرحدي عسکر حمله کې وژل شوى.
دقندهار حکومتي وياند دواخان دعوه کړې ده چې دغه نښته دپاکستاني سرحدي ځواکونو لخوا دافغانستان اړخ ته په پوله ديوې لرې پرتې پوستې دجوړولو دهڅې په نتيجه کې رامينځته شوې ده.
پاکستاني عسکرو ته په دغه نښته کې داوښتې مرگ ژوبلې په اړه اطلاعات نۀ دي ترلاسه شوي اؤ نۀ هم دافغانستان لخوا دشوؤ ادعاؤ په اړه دپاکستان له لوري کوم ردعمل مخې ته راغلى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG