لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پي پي او کې د١٢٠ؤ ورځو پراختيا لپاره قومي اسمبلۍ کې قرارداد منظور


تحفظ پاکستان ارډيننس ٢٠١٤ء کې د١٢٠ؤ ورځو لپاره دپراختيا کولو دغه قرارداد دسائنس اؤ ټيکنالوجۍ وفاقي وزير زاهد حامد ايوان ته وړاندې کړى.
تحفظ پاکستان ارډيننس ٢٠١٤ء کې د١٢٠ؤ ورځو لپاره دپراختيا کولو دغه قرارداد دسائنس اؤ ټيکنالوجۍ وفاقي وزير زاهد حامد ايوان ته وړاندې کړى.
دپاکستاني پارليمان په ښکتني ايوان يا قومي اسمبلۍ کې تحفظ پاکستان ارډيننس کې د١٢٠ؤ ورځو دپراختيا لپاره ديو قرارداد منظوري ورکړل شوې چې داپوزيشن گوندونو اؤ دجمعيت علماء اسلام(ف) غړو پرې احتجاج کړى اؤ دايوان څخه يې واک اؤټ کړى.
تحفظ پاکستان ارډيننس ٢٠١٤ء کې د١٢٠ؤ ورځو لپاره دپراختيا کولو دغه قرارداد دسائنس اؤ ټيکنالوجۍ وفاقي وزير زاهد حامد ايوان ته وړاندې کړى.
زاهد حامد دعوه کړې چې دغه بل دهيواد ددفاع اؤ سلامتۍ لپاره زيات مهم دى اؤ وزيراعظم يې دخپل مينحي اتفاق سره دپاس کولو وينا کړې ده.
اپوزيشن گوندونو له دې وړاندې دريځ خپل کړى ؤ چې تحفظ پاکستان ارډيننس کې دبشري حقونو خلاف ورزي کيږي خو زاهد حامدوئيلي چې په نوي ارډيننس کې دبشري حقونو خلاف ورزي نۀ کيږي اؤ زياته کړې يې ده چې حکومت به په کومه غيرقانوني طريقه دارډيننس منظوري نۀ ورکوي.
دپيپلز پارټۍ سره تعلق لرونکي داپوزيشن مشر سيد خورشيد شاه هم ددغه قرارداد په منظورۍ احتجاج کړى.
دپاکستان تحريک انصاف ( پي ټي ائي) شاه محمود قريشي دغه بل يو تور قانون گرځولى اؤ وئيلي يې دي چې قام دغه ارډيننس رد کړى.
دمتحده قومي موومنټ سره تعلق لرونکي دقومي اسمبلۍ غړي راشد گوديل وئيلي دي چې داولسي وگړو په وژنه کې دحکومت ملاتړ نۀ شي کيدى.
دجى يو ائي(ف) غړو ايوان څخه واک اؤټ کړى.
تحفظ پاکستان ارډيننس پوليسو اؤ سيکورتي ايجنسو ته دخلکو دنيولو اؤ په بند کې دساتلو زيات اختيارات ورکوي.
داپوزيشن غړو دعوه کړې چې ددغه بل مقصد په اصل کې هيواد کې په زوره دخلکو تښتولو ته قانوني تحفظ ورکول دي.
ايوان کې دوينا په مهال دريلوى وزير خواجه سعد رفيق وئيلي په داسې حال کې چې مثبت بدلونونه رامينځته کيږي داحتجاج سياست هيواد دستونزو لوري ته بوځي.
هغه وويل طالبانو سره دمذاکراتو عمل به دسياسي قيادت په باور کې داخستو وروستو مخ په وړاندې بوتللى شي اؤ زياته يې کړه چې حکومت دوينو بهيدو پرته هيواد کې دامنيت دتينگښت اراده کړې ده.
محمود خان اچکزئي وويل چې هيواد موجوده وخت کې ديو سخت دور څخه تيريمي اؤ دسياسي گوندونو ذمه واري جوړيږي چې هغوي هيواد دموجوده صورتحال څخه ويستو لپاره يو موټى شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG